کورپاڼه / هنر او کلتور / کترینا کیف هم د کورونا پر وایروس اخته شوه

کترینا کیف هم د کورونا پر وایروس اخته شوه

د بالیووډ د فلمونو تکړه اداکاره یا هنرمنده کترینا کیف هم د کورونا وایروس ښکار وګرځیده او خپل ځان یې کرنتین کړ او په ټولنیزو رسنیو کې یې خپلو مینوالو ته په اړه معلومات ورکړل.

نوموړې لیکلي دي چې د کورونا وایروس نتیجه یې مثبته راغلې او له نتیجې راوتو وروسته یې سمدستي له نورو فاصله اخیستې او خپل ځان یې کرنتین کړی.

کترینا کیف د کورونا پر وایروس له اخته کېدو څخه وروسته ویلي دي، چې پخپل کور کې یې ځان کرنتین کړی دی.

نوموړې پخپل پیغام یا پوسټ کې لیکلي چې د ډاکترانو د لارښوونو مطابق یې د کورونا وایروس اړوند ټول احتیاطي تدابیر نېولي.

یاده دې وي چې له دې وړاندې هم د هند د سینما مشهور اداکاران اکشی کمار، ګوینده، عالیه بټ، رنبیر کپور او نور د کورونا پر وایروس د اخته کېدو په اړه رسنیو راپورونه خپاره کړي ول او ذکر شوو اداکارانو هم پخپلو اکونټونو منلې وه چې پر کورونا اخته شوي دي.

دا هم ولولئ

ابیشک بچن: یو وخت مې د فلمي صنعت د پرېښودو پرېکړه کړې وه

د هند فلمونو مشهور اداکار یا هنرمند ابیشک بچن اوسمهال په بالیووډ کې د غوره …