کورپاڼه / جالب / یو افریقایي پیلوټ داسې کار کړی چې په اورېدو به یې له خندا شنه شئ

یو افریقایي پیلوټ داسې کار کړی چې په اورېدو به یې له خندا شنه شئ

د جنوبي افریقا په زیمبیا کې یو پیلوټ په تېروتنې سره له مال یا سامان الاتو څخه ډکه الوتکه د اصلي هوایي ډګر پرځای په یو داسې هوایي ډګر کېنولې چې تر اوسه پورې فعال شوی نه و او کارونه یې ترسره کېدل. ویل کېږي کله چې الوتکه پر هوایي ډګر ښکته کېږي، د کنترول ادارې له لورې ترې ډېر وپوښتل شول چې تاسې چېرته یئ او موږ مو ولې نه وینو.

د نړیوال خبري اژانس د راپور له مخې ویل کېږي چې د زیمبیا پر هوایي ډګر یوه په زړه پورې پېښه هغه وخت رامنځته شوه، کله چې د ایتوپین بار وړونکې الوتکه پر یو داسې هوایي ډګر ښکته شوه، چې تر اوسه پورې په بشپړ ډول نه دی جوړ شوی او هوایي عملیات هم پرې نه دي پیل شوي.

ویل کېږي چې د الوتکې د ښکته کولو پرمهال پیلوټ په دوامداره توګه د هوایي ترافیکو د کنترول له ادارې سره په اړیکه کې و او د خپل موقعیت په اړه یې ورته معلومات ورکړل ترڅو الوتکه ښکته کړي، خو د کنترول له ادارې ورڅخه هر ځل دا پوښتنه کیده چې تاسو چېرته یئ، موږ خو مو نه وینو.

د کنترول اداره ملامت نه وه الوتکه به یې څنګه لېدلې، ځکه چې پیلوټ له ټاکل شوي هوایي ډګر څخه پنځلس کیلومیتره لېرې پر یو داسې هوایي ډګر ګرځېدله او ښکته شوه چې کار پرې روان و.

ویل کېږي چې دغه هوایي ډګر تېر کال پرانیستل کېده، خو د کورونا د وایروس په سبب یې د افتتاح کارونه پاتې شول او الوتنې به یې بل هوایي ډګر کېدې، خو له ښه بخته چې د پېښې په سبب کوم زیان نه دی رامنځته شوی او په اړه یې څېړنې روانې دي.

دا هم ولولئ

د الوتکې په څېر لاسي بکس؛ له الوتکې یې قیمت لوړ دی

یو امریکایي ډیزاینر یا ډیزاین کوونکي له پوستکي څخه یو داسې لاسي بکس جوړ کړی، …