کورپاڼه / جالب / په چین شل کاله دمخه ورکه شوې انجلۍ په داسې ډول سره خپلې مور ته ورسیده، چې فلمي کېسې به درنه هېرې کړي

په چین شل کاله دمخه ورکه شوې انجلۍ په داسې ډول سره خپلې مور ته ورسیده، چې فلمي کېسې به درنه هېرې کړي

په چین کې شل کاله دمخه ورکه شوې انجلۍ په داسې ډول سره خپلې مور ته رسېدلې چې په اورېدو به یې فلمي کیسې هېرې کړئ.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه پېښه د چین د جیانګ شو ایالت په شوشاو ښار د انجلۍ د واده د مراسمو پرمهال رامنځته شوه او یوې مور شل کاله وروستی خپله ورکه شوې لور یا ناوې ولېدله.

ویل کېږي چې دغه انجلۍ په درې کلنۍ کې له خپلې مور څخه بېله شوې وه، چې له هغې وروسته بیا کله هم سره نه ول یوځای شوي. د راپور له مخې ویل کېږي چې دغې انجلۍ پر لاس یو ډول طبیعي نښه درلوده، چې په همدې ډول یې مور هم وپېژنده.

کله چې د انجلۍ مور نښه ولېده نو له پلار څخه یې پوښتنه وکړه چې شل کاله دمخه یې لور په غېږ کې نېولې وه؟ ددې خبرې په اورېدو سره انجلۍ او پلار یې ډېر حیرانه شول ځکه چې دا یو داسې حقیقت و چې له دې درې واړو پرته هیڅوک پرې نه پوهېدل.

ویل کېږي کله چې انجلۍ په حقیقت پوه شوه نو له مور څخه یې غېږه چاپیره کړه او په زور ـ زور یې سره وژړل. انجلۍ وایې چې له ډېره وخته یې هیله درلوده چې له خپل مور او پلا سره وویني او دغه هیله یې نن پوره شوه

راپور زیاتوي چې ددې کورنۍ خوشحالي هغه وخت یو په دوه شوه کله چې د ناوې د زوم د مور لور ثابته شوه او ددې هر څه سربېره یې بیاهم واده ترسره شو، ځکه چې زوی په اصل کې د لور ورور نه کیده. د انجلۍ مور وایي کله چې د لور له لټولو مایوسه شوه نو په دغه هلک مینه ماتوله او نن ورځ یې خپله لور د انګور په جامه کې ولېدله.

دا هم ولولئ

یو شخص د الوتکې په ټایر کې پټ شوی و، ترڅو هالیند ته لاړ شي، خو پایله یې بدله وه

یو شخص له ناجیریا څخه د الوتکې په ټایر کې پټ شوی و، ترڅو په …