کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / اترا د روشن مخابراتي شرکت ته ١٥ ورځې وخت ورکړ
اترا

اترا د روشن مخابراتي شرکت ته ١٥ ورځې وخت ورکړ

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظيم ادارې (اترا) د روشن مخابراتي شرکت ته يوازې ١٥ ورځې وخت ورکړى دى چې د اترا ټول پورونه دې ادا کړي.

همدا راز دا يې هم ورته ويلي دي، چې په ٧ ورځو کې دننه بايد د قرارداديانو د پورونو د اداکولو مهالوېش له اترا سره شريک کړي او (پر حل لارو د خبرو په موخه په درې ورځو کې د روشن شرکت د شريکباڼو\بورډ استازي اترا ادارې ته احضارېدل).

د اترا ادارې د روشن مخابراتي شرکت د درې لوړپوړو چارواکو د ليرې کېدو غوښتنه هم کړې ده او ويلي يې دي، چې اجراييوي رييس، مالي رييس او عملياتي مرستيال رييس د دوى د اعتماد وړ نه دي او سملاسي دې برطرفه شي.

د اترا له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې په يوه مياشت کې دننه دې اترا ته د روشن مخابراتي شرکت نوى اجراييوي رييس، مالي رييس او عملياتي رييس وروپېژندل شي.

په دغه خبرپاڼه کې د دويم هدايت له مخې ويل شوي دي: ((د روشن شرکت له حسابونو د نغدو پېسو پر اخيستلو او نړيوالو انتقالاتو بندېز، نړيوالو او ملي ادارو ته د مالي مرستو ترلاسونې او عمده اجرااتو په موخه د شرکت نه معرفي کول، د اترا ادارې له منسوبينو سره د روشن شرکت د کارمندانو پر ملاقات بندېز (يوازې د شرکت شريکباڼي او بورډ غړيو سره د حل لارو په موخه ليدنې ترسره کېداى شي.)) او د روشن شرکت بشپړ مالي تفتيش ترسره کول.

دا هم ولولئ

وټساپ د آیفون کاروونکو ته دوه نوي فیچرونه یا ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د پیغام رسونې ترټولو مشهور اپلیکیشن وټساپ د آیفون کاروونکو لپاره دوه داسې فیچرونه یا …