کورپاڼه / روغتيا / په ورځني ډول باید څومره اوبه وڅښو؟ استرالیایي ډاکتر یې په اړه څه وايي؟

په ورځني ډول باید څومره اوبه وڅښو؟ استرالیایي ډاکتر یې په اړه څه وايي؟

دا چې په ورځني ډول باید څومره اوبه وڅښل شي، یو ډېره پراخه موضوع ګڼل کېږي چې له ډېرې اوږدې مودې څخه پرې بحثونه کېږي، چې اوسمهال په همدې لړ کې یو استرالیایي کارپوه له دوو څخه تر دریو لیترو پورې د اوبو څښلو مشوره ورکړې.

د میل آنلاین د راپور له مخې ویل کېږي چې د استرالیا د سډني اوسیدونکي ډاکتر ډیشا فلیډر ویلي دي چې، په ورځني ډول له دوو څخه تر دریو لیترو پورې اوبه څښل د ګردو اوبه پوره ساتي او د هضم په مرحله کې ګټور تمامېږي.

دغه راز د انسان پوستکي تازه ساتي او د ستړیا احساس ختموي، ډاکتر ډیشا وایي چې موږ د چایو او کافي په استعمال سره ډېره اوبه له لاسه ورکوو.

نو که چېرته په ورځني ډول لږ تر لږه تر دوو لیترو پورې اوبه وڅښو، نو زموږ له بدن څخه زهرجن توکي خارجېږي او پر مجموعي روغتیا مو مثبتې اغېزې کوي.

په ورځني ډول لږ تر لږه تر دوو لیترو د اوبو په څښلو سره د نورو ګټو ترڅنګ زموږ دماغ هم پیاوړي ساتي او پر یو د تمرکز وړتیا مو ډېروي.

دا هم ولولئ

له لمر څخه د ویټامین ډي د ترلاسه کولو لارې چارې

ویټامین ډي یو له هغه غذایي توکو څخه دی چې د انسان بدن ورته ډېره …