د هوایي سفر پرمهال ډېری خلک په دې هڅه کې وي ترڅو د کړکۍ ترڅنګ څوکۍ ونیسي، خو اوسمهال ددغې چوکۍ په اړه د الوتکې د یو کارمند داسې خبرې کړي چې په وهم او ګمان کې به مو هم نه راتللې.
د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي چې د لنډا فرګوسن په نوم یو شخص چې څلرویشت کاله یې د الوتکې د کارمند په توګه دنده ترسره کړې، پخپل ټیک ټاک اکونټ د یو ویډیو له لارې ویلي دي.
چې د کړکۍ ترڅنګ څوکۍ او شاوخوا ځایونه د الوتکې له ناولو او چټلو ځایونو څخه شمېرل کېږي، نو هغه کسان چې د هوایي سفر اراده لري له داسې ځایونو دې لېرې واوسي.
نوموړی وایي که چېرته بیاهم د کړکۍ ترڅنګ کېناستئ نو پر دیوال د لاسونو له ایښودلو او له لمس کولو څخه یې ډډه وکړئ.
دغه راز ځینې نور ځایونه لکه د تشناب هنډل، د ارام ځای او د نورو برخو لمس کول هم ښه نۀ کوي خو که چېرته لمس شي، نو خپل لاس مخ مه وړئ.