ولسمشر محمد اشرف غني نن ماښام د پروستات عملیات په کابل کې وکړل.
په دې اړه نوموړي په خپله د خپلې فېسبوکپاڼې څخه یو پوسټ کړی دی او د خپلو عملیاتو په اړه يې لیکلي دي.
ولسمشر غني په خپل پوسټ کې لیکلي: ((نن ماښام مې د شهید سردار محمد داود خان په روغتون کې د دغه روغتون د مجربو ډاکترانو له خوا د پروستات عملیات په کامیابۍ سره ترسره شو.))
نوموړی همدا راز لیکي: ((زه د دغه روغتون له درنو ډاکتر صاحبانو او روغتیاپالو څخه د زړه له تله مننه کوم چې همدا شېبه یې زما عملیات په بریالیتوب سره پای ته ورسوه.))
د ولسمشر محمد اشرف غني په دغه پوسټ زرګونه کسانو تبصرې کړې دي او د هغه لپاره يې د روغتیا غوښتنه کړې.