کورپاڼه / اسلام / ولې له ناوړه خلکو ځان وساتو؟ د حدیثونو په رڼا کې یې دلته ولولئ

ولې له ناوړه خلکو ځان وساتو؟ د حدیثونو په رڼا کې یې دلته ولولئ

پر انسان ښه ناسته، پاسته ښه او بده ناسته، پاسته ناوړه اغېزې لري، نو اړینه ده چې هر انسان باید له داسې خلکو سره راشه، درشه او ملګرتیا ولري چې نیک او ښه وي، دغه راز له بدو او ناوړه کسانو څخه باید ځان وژغوري.

په بخاري او مسلم شریف کې یو حدیث شریف دی چې ابو موسی الاشعري روایت کړی او وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

د ښه او بد ملګري مثال داسې وي لکه د مشکو لرونکی او د بټۍ اور لګوونکی، هغه کس چې مشک لري او تاسې ورسره ناسته، پاسته لرئ نو تاسې به له مشکو یو څه په ډالۍ کې درکوي یابه یې ترې واخلئ مطلب له ښې خوشبو به یې خوشحاله شئ، خو د بټۍ اور لګوونکی به یا درته جامې وسوځوي او یابه بدبوي درکړي.

ابوهریره رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: یو انسان د خپل ملګري په دین وي، نو وګورئ چې څوک له چاسره ملګرتیا کوي.

حضرت ابو سعید خدري روایت کوي چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي: یوازې له مسلمان سره ناسته، پاسته کوئ او په پرهیزګار شخص ډوډۍ وخورئ.

د حضرت ابوهریره یو حدیث دی چې د اوو کسانو ذکر پکې شوی او دا هغه کسان چې د قیامت پر ورځ به یې د خپل عرش لاندې سوری ورکړي، چې په دې کې هغه کسان هم دي، چې یوازې د الله تعالی لپاره مینه یا محبت کوي او په همدې مینه راټولېږي او په همدې سره بېلېږي.

دا هم ولولئ

د روژې په مبارکه میاشت کې ځینې سنت او مستحب عملونه

روژه له ټولو عبادتونو څخه غوره عبادت دی، چې اجر او ثواب یې الله تعالی …