کورپاڼه / اسلام / په روژه کې به هره ورځ ٥٠ زره کسان عمره او ١٠٠ زره کسان لمونځ وکولاى شي
مسجد الحرام

په روژه کې به هره ورځ ٥٠ زره کسان عمره او ١٠٠ زره کسان لمونځ وکولاى شي

د سعودي عربستان د مسجد الحرام مسوولين وايي، چې د عمرې او لمونځ کوونکو د لوى شمېر کسانو لپاره بندوبست شوى دى، چې هره ورځ به پنځوس زره کسان عمره او همدا راز سل زره کسان لمونځ وکولاى شي.

په راپور کې ويل شوي دي، چې د عمرې او لمونځ اجازه به د (توکلنا) اپليکېشن له لارې هغه خلکو ته ورکول شي، چې د کورونا ضد واکسين يې کړي وي.

هر هغه کس چې د کورونا ضد دواړه يا يو واکسين باندې يې ١٤ ورځې تېرې شوې وي او يا هم له کورونا رغېدلى وي، هغوى ته به د لومړۍ روژې څخه ورکول کېږي، خو د کورونا احتياطي تدابير به ټول خپلوي.

د سعودي رسنيو د راپورونو په وېنا، چې دوى د دومره شمېر خلکو ته د اجازې ورکولو تر څنګ د دوى د روغتيا لپاره هم بشپړ تدابير نيولي دي.

په راپور کې له خلکو څخه غوښتنه شوې ده، چې څوک هم په مسجد الحرام کې د عمرې يا لمونځ کولو اراده لري، نو د (اعتمرنا) او (توکلنا) اپليکېشن په مرسته دې اجازه ترلاسه کړي او له بلې هرې لارې ترلاسه شوې اجازه نه منل کېږي.

دا هم ويل شوي دي چې ځينې جعلي وېبپاڼې هم خلکو ته د اجازې ورکولو چارې ترسره کوي، خو له دغه وېبپاڼو څخه ترلاسه شوې اجازې نه منل کېږي.

په راپور کې ويل شوي دي، چې کومو خلکو چې اجازې ترلاسه کړې وي، هغوى دې عمرې يا لمونځ ته له تګ مخکې نېټه او وخت حتمي وګوري. مسجد الحرام ته له ننوتلو مخکې به د دې خلکو اجازه نامه کتل کېږي.

دا هم ولولئ

د روژې په مبارکه میاشت کې ځینې سنت او مستحب عملونه

روژه له ټولو عبادتونو څخه غوره عبادت دی، چې اجر او ثواب یې الله تعالی …