کورپاڼه / هنر او کلتور / که شاهرو خان له خپلې میرمنې سره بې وفایي وکړي، میرمن به یې څه ورسره وکړي؟ له ګوري خان یې واورئ

که شاهرو خان له خپلې میرمنې سره بې وفایي وکړي، میرمن به یې څه ورسره وکړي؟ له ګوري خان یې واورئ

که چېرته شاهرو خان له خپلې میرمنې ګوري خان سره له چل، ول یا دوکې څخه کار واخلي، نو ګوري خان به یې پر وړاندې څه غبرګون څرګند کړي، ګوري خان پخپله وایي.

د بالیووډ د بادشاه شاهرو خان او د هغه د میرمنې ګوري خان د مینې کېسه له هیچا هم پټه نه ده، شاهرو خان پخپله ویلي دي چې په ۱۹۹۱ کال له واده وړاندې یې د ګوري خان د لاسته راوړلو لپاره څه وکړل، خو دا لومړی ځل دی چې ګوري د خپلې مینې په باب خبرې کوي.

په هندي رسنیو کې د شاهرو خان د میرمنې ګوري یوه پخوانۍ مرکه خپره شوې او دغه مرکه یې له خپل ملګري او د بالیووډ د فلمونو له لارښود کرن جوهر سره د هغه په مشهوره خپرونه (کافي وید کرن) کړې ده.

په دې خپرونه کې کرن جوهر له ګوري خان څخه پوښتنه کوي، که چېرته شاهرو خان ورسره دوکه وکړي نو دی به څه وکړي.

کوربه له ګوري خان څخه پوښتنه کوي چې آیا په ژوند کې یې داسې شېبه هم راغلې چې د شاهرو خان د ښځینه مینوالو له لورې یې ځان ناخوندي احساس کړی یاهم د شاهرو خان پر شاوخوا یې د انجونو د راټولېدو په سبب رخه راغلې؟

ګوري خان د پوښتنې په ځواب کې وایي چې زه له دا ډول پوښتنو څخه تنګېږم او ډېر ژر غوسه راځي.

Loading...

دا هم ولولئ

ميرا

امريکا مشهوره پاکستانۍ اداکاره د لېونو په روغتون کې داخله کړې، وايي لېونۍ ده

د پاکستاني فلمونو مشهوره اداکاره ميرا په امريکا کې لېونۍ بلل شوې ده او له …