کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د میلونونو کاروونکو لپاره بد خبر؛ ګوګل د خپل مشهور اپلیکیشن د بندولو پرېکړه کړې

د میلونونو کاروونکو لپاره بد خبر؛ ګوګل د خپل مشهور اپلیکیشن د بندولو پرېکړه کړې

د انټرنیټ ترټولو لوی شرکت ګوګل له پلی سټور څخه د هغه اپلیکیشن د لېرې کولو پرېکړه کړې چې تر اوسه پورې د میلونونو کسانو له لورې ډانلوډ شوې دی.

د ټیکنالوژۍ د څار لپاره د جوړ شوي ویب سایټ د راپور له مخې ویل کېږي، چې د اړوند کارپوهانو له مشورو او نظریاتو وروسته ګوګل پرېکړه کړې چې په پلی سټور موجود اپلیکیشن (ګوګل وایي فایي) به لېرې کوي.

د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه اپلیکیشن په ټوله کې د میلونونو کسانو له لورې استعمالېږي او ګوګل شرکت بیا وایي چې ددغه اپلیکیشن په سبب د اندراید کاروونکو شخصي معلومات ناخوندي ول.

ویل کېږي چې د ګوګل ادارې پرېکړه کړې چې ډېر ژر به یې له پلی سټور څخه لېرې کړي او استعمالونکو ته یې خبر ورکړی چې ډېر ژر به یې په بشپړه توګه بند هم کړي.

ګوګل ذکر شوي شرکت ته د میي تر پنځه ویشتمې نیټې پورې وخت ورکړی ترڅو ځواب ورکړی، که چېرته یې ځواب ور نه کړ، خو دغه اپلیکیشن به ور وتړي، باید وویل چې دغه اپلیکیشن په اندراید او ایي او ایس دواړه سیستمونو کې استعمالېږي.

دا هم ولولئ

خړ رنګه لېوان له نن څخه زرګونه کاله دمخه څنګه له ورکېدو څخه وژغورل شول؟

خړ رنګه یا نسواري رنګ لېوان یو له هغه لویو ښکار کوونکو حیواناتو له جملې …