دا وېړه نړۍ چې نه يوازې د بېلا بېلو ژبو او قومونو خلک پکې ژوند کوي، بلکې د هر هېواد او سيمې خلک بېلا بېل رنګونه هم لري چې هم دې رنګونو دې نړۍ ته ښکلا ورکړې ده.
خو نن درسره د يوې داسې نجلۍ په اړه معلومات شريکوو، چې د نړۍ تر ټولو تکه توره نجلۍ ده او له همدې امله ورته د تور رنګ ملکه هم ويل کېږي.
٢٨ کلنه نياکيم ګيټويچ امريکايي موډله ده، چې نوموړې په ايتوپيا کې زېږېدلې وه، خو وروسته امريکا ته لاړه او هلته يې د امريکا تابعيت ترلاسه کړ.
نوموړې په پيل کې د خپل ډېر تور رنګ له امله پرېشانه وه، خو وروسته يې دا ومنله چې هر انسان خپل يو رنګ لري او د هغې ښه خبره هم دا ده چې د نړۍ تر ټولو تکه توره نجلۍ ده.
د خپل همدې تور رنګ له امله هغې ډېر شهرت ترلاسه کړ، بيا يې موډلينګ ته مخه کړه او اوس د امريکا له مشهورو موډلانو څخه ده.
نوموړې همدا راز په انسټاګرام کې هم ډېر فعاليت کوي او په انسټاګرام کې ډېر تعقيبوونکي لري. د هغې د فالوورز شمېر ٩٦٨ زرو ته رسېدلى دى او د خپل موډلينګ عکسونه له خلکو سره شريکوي.
نياکيم ګيټويچ په خپل انسټاګرام کې هم Queen of Dark ځان ته ليکلي دي او هغه په دې وياړي چې د نړۍ تر ټولو تکه توره نجلۍ ده.