و خوړو، مېوو، سبزیجاتو او د خطرناکو عصبي ګازونو یو داسې پېژندونکی قلم جوړ شوی چې یوازې په یو څو دقیقو کې یې نوکه د ګازونو په شتون سره رنګ بدلوي.
په ځانګړي توګه په جنګونو او بریدنو کې د اعصابو ضد ګازونه استعمالېږي چې رنګ او بوی نه لري، همدغه ډول د خوراک او څښاک ډېر شیان له خرابېدو سره د ګازونه بخار خارجوي چې موږ یې نه شو لېدلی.
دغه قلم په چین د شینزن پرمختللي مطالعاتو انسیتیوت له لورې د څو ادارو په مرسته جوړ شوی او لومړۍ نمونه یې د یو متخصص په ډول سره کار کوي چې ډېر کم لګښته او اغېزمن هم دی او د خپلې ځانګړتیا له مخې زیانمن کیمیاوي مادې په نښه کوي او یو ډول روښنایي خارجوي.