کورپاڼه / بېلا بېل / د واده په شپه له کوره تښتېدلى هلک ٢٦ ورځې وروسته پېدا شو، خو څه پرېشاني يې لرله؟
واده

د واده په شپه له کوره تښتېدلى هلک ٢٦ ورځې وروسته پېدا شو، خو څه پرېشاني يې لرله؟

په صوابۍ کې يو هلک د خپل واده په شپه د ناوې سره له ليدو نه مخکې له کوره تښتېدلى و، چې ٢٦ ورځې وروسته پوليسو پېدا کړ او بېرته يې خپلې کورنۍ ته وسپاره.

د رسنيو د راپورونو په وېنا، دغه هلک فرحان (مستعار نوم) نومېده چې په سعودي عربستان کې يې مزدوري کوله او ٤ کاله وروسته بېرته خپل کلي ته راستون شوى و.

د مارچ په اتمه نېټه يې واده وکړ، چې هر څه ډېر په خوشحالۍ ترسره شو، خو د واده په شپه د شپې ١٢ بجې يې د کور خلکو ته معلومات وشو، چې هلک په کور کې نشته دى.

د واده خوشحالي په غم بدله شوه، د پلار او خپلوانو په ګډون يې کليوالو هم پلټنه پيل کړه، خو د هلک هېڅ معلومات ونه شو، چې وروسته يې پلار پوليسو ته د خپل زوي د ورکېدو وويل او پوليسو يې پلټنه پيل کړه.

د دغه هلک پلار له رسنيو سره په خبرو کې ويلي دي، چې د واده لپاره يې زوي ورته په خپله د سعودي عربستان څخه پېسې رالېږلې وې او هغه واده ته ډېر خوشحاله و، خو د واده په شپه يې دا ډول ورکېدل دوى ټول په غم اخته کړل او دا ويره هم ورسره پېدا شوه، چې هسې نه چا تښتولى وي.

دغه هلک پوليسو ٢٦ ورځې وروسته پېدا کړ او محکمې ته تر وړاندې کولو وروسته يې بيا خپلې کورنۍ ته وسپاره.

پوليس وايي، چې هلک ورته په خپلو خبرو کې وويل، چې هغه هيچا هم نه و تښتولى، خو د واده په شپه ډېر پرېشانه و او د همدې پرېشانۍ له امله له کوره تښتېدلى و.

دغه هلک وايي، چې د واده کولو له امله يې ذهني پرېشاني پېدا کړې وه او لومړۍ شپه يې په خپل کلي کې په يو پټ ځاى کې تېره کړې وه، چې له هغې وروسته پېښور ته تللى و.

په دې ٢٦ ورځو کې هغه د پېښور په ګډون پېنډۍ، دير، سوات او مردان ته هم تللى و او په بېلا بېلو ځايونو کې يې شپې تېرې کړې وې.

فرحان رسنيو سره هم په خبرو کې وويل، چې هغه د واده له امله يو څه پرېشانه و، خو اوس هر څه سم دي او هغه بېرته خپل کور ته راستون شوى دى.

د فرحان کورنۍ اوس يو ځل بيا بېرته خوشحاله ده او د کلي خلک نه يوازې دا چې د واده مبارکۍ له ورځي، بلکې د فرحان د بيا پېدو کېدو مبارکۍ ته هم ورروان دي.

ډاکټران وايي، چې د واده پر مهال که نورې ستونزې نه هم وي، بيا هم د ځوانانو له واده څخه پرېشاني يوه عامه خبره ګرځېدلې ده او دا په ټولنه کې د خلکو د خبرو له امله رامنځته شوې ده، چې يو شمېر ځوانان د واده له نوم څخه هم ويرېږي.

دا هم ولولئ

هند

هند: د قرآن کريم څخه د ٢٦ آيتونو د ليرې کولو غوښتنه رد او غوښتنه کوونکى ٥٠ زره روپۍ جريمه شو

د هند سترې محکمې د دوشنبې په ورځ هغه غوښتنه رد کړه، چې پکې غوښتنه …