کورپاڼه / روغتيا / له غذایي رژیم پرته هم وزن کمېدلی شي

له غذایي رژیم پرته هم وزن کمېدلی شي

کله چې هم د وزن د کمولو خبره کېږي نو ډېری کسان په خوراک کې د بدلون راوستلو مشوره ورکوي، خو ځینې داسې لارې چارې هم شته چې له غذایي رژیم پرته هم وزن کمولی شي، نو راځئ چې دغه لارې چارې دلته ولولو.

ناشته یا سباناری اړین وګڼئ:

هره ورځ ناشته یا سباناری کول د میتابولیزم عملیه تېزوي او په همدې ډول سره د وزن په کمولو کې مرسته کوي او د وینې د شکر اندازه هم برابره ساتي.

کافي څښل:

کافي د انسان بدن هغه انرژي ورکوي چې په تودوخه بدلېږي او د لوږې احساس له منځه وړي، چې بیا په همدې سبب په خوراک او څښاک کې کمښت رامنځته کېږي او وزن ورسره کمېږي.

له خوراک څخه دمخه سوپ څښل:

د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې له خوراک څخه دمخه د سوپ څښلو عادت شل سلنه کالوري راکموي، خو باید په یاد ولرئ چې هغه سوپ به انتخابوئ چې کالوري کمه وي.

ډېره کالوري مه کموئ:

که هم کالوري د وزن په کمولو کې مهم رول لري خو ځینې هغه خواړه چې کمه کالوري لري، نور اړین غذایي توکي هم شاید کم ولري، خو اړین ده چې له غلو، پروټینو او غوړو څخه د پاکو شېدو ترڅنګ مناسب غوړ استعمال کړو.

ژاولې:

ژاولې د وزن په کمولو کې مرستندویه تمامېږي، کله چې غواړئ چې یو څه وخورئ نو دمخه یې د ژاولو ژوول ګټور وي، ځکه چې ژاولې ذهن مصروف ساتي او خوند یې لوږه کموي.

مناسب خوراک:

که چېرته غواړئ چې وزن کم کړئ نو په لږ اندازه ایسکریم یا پیزا وخورئ، سخت غذایي رژیم پخپله د وزن په کمولو کې خنډ رامنځته کوي او د لوږې احساس ډېروي، نو له چاکلیټ، کیک یا د کوم بل خوږ شي له خوړلو ډډه وکړئ او هغه په دې شرط چې له اعتدال څخه مو کار اخیستی وي.

ژورې ساه ګانې واخلئ:

ژورې ساه ګانې اخیستل هم په دې اړه ډېرې مهمې ثابتېدلی شي، ځکه چې په دې سره کیفیت کنترولېږي.

دا هم ولولئ

آیا تاسې تر پیشلمي پورې د ویښ کېناستو له تاوانه خبر یئ؟

د روژې په میاشت کې ډېر کسان دا عادت خپلوي ترڅو تر پیشلمي پورې ویښ …