په ۲۰۰۶ کال د یوې ترسره شوې څېړنې له مخې ویل کېږي، هغه میندې چې د حمل پرمهال د سینې له سوخت سره مخ وي، نو راتلوونکی ماشوم به یې پر سر ډېر ویښتان ولري.
د حمل پرمهال د میندو له بدن څخه ځینې داسې هورمونونه خارجېږي، چې د ماشوم پر ویښتانو اغېزې کوي، شاید تاسې هم لېدلي وي چې د ځینو ماشومانو ویښتان له پیدایښته وروسته ترڅو میاشتو بالکل بدلېږي.
ساینسپوهان وایي هغه ماشومان چې له پیدایښت سره سم یې ویښتان وي، څه موده وروسته یې ویښتان نري یا کمزوري کېږي، خو هغه ماشومان چې ګنجي پیدا شوي وي، وروسته یې ویښتان ښکلي کېږي.
په دې کې هیڅ شک نشته چې جینونه او ډي این ای د ویښتانو په اړه اغېزمن رول لري او په عام ډول د حمل په دیرشمه اوونۍ د ماشوم ویښان راپیدا کېږي.
ځینې والدین په دې اړه اندیښمن وي چې د ماشوم ویښتان یې په سم ډول سره نه اوږدېږي، نو میندو ته پکار ده چې د امیندوارۍ پرمهال (نیوټرینټ) ته پاملرنه وکړي ترڅو د ماشوم روغتیا یې ښه اوسي