کورپاڼه / سياست او روانې چارې / په کابل کې د ولسمشر غني عمليات؛ او په ټولنيزو رسنيو کې د خلکو بېلا بېل غبرګونونه
اشرف غني

په کابل کې د ولسمشر غني عمليات؛ او په ټولنيزو رسنيو کې د خلکو بېلا بېل غبرګونونه

پرون ماښام په شهيد سردار محمد داود خان روغتون کې د ولسمشر محمد اشرف غني د پروستات عمليات وشو، چې نوموړي يې په خپله له خپلې پاڼې هم معلومات خپاره کړل.

هغه په خپله فېسبوکپاڼه کې وليکل، چې د شهيد سردار داود خان روغتون ډاکټرانو يې د پروستات عمليات په خېر سره ترسره کړل او ډاکټران يې هم وستايل.

د نوموړي د عملياتو وروسته د هغه ځينې عکسونه هم په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس کېږي، چې د روغتون په بستره کې پروت يو پنډ کتاب يې په لاس کې دى، خو د دې تر څنګ ورته د روغتيا لپاره دعاګانې او پرې نيوکې هم پيل شوې.

ملاتړي:

د ولسمشر غني ملاتړو په ټولنيزو رسنيو کې د هغه د ښې روغتيا هيله څرګنده کړه او د دې تر څنګ يې په کابل کې د پروستات عمليات کول هم د هغه په ډاکټرانو د باور وړ کار ياد کړ.

افغانستان يو له هغه هېوادونو څخه دى، چې ډېرى ناروغان يې ګاونډي هېوادونو ته د درملنې په موخه ځي او په داسې وخت کې ولسمشر په کابل کې عمليات ترسره کړل، چې دا يې په خپلو ډاکټرانو د خلکو د باور پېدا کېدو لپاره يو لوى کار وکړ.

د ولسمشر غني ملاتړو په دې کار سره ولسمشر ډېر وستايه او لا هم د هغه په اړه په ټولنيزو رسنيو کې پوسټونه کېږي او تر څنګ يې د ښې روغتيا لپاره ورته دعاوې هم کېږي.

مخالفين:

خو بلخوا د ولسمشر غني مخالفينو بيا په ټولنيزو رسنيو کې د هغه په عملياتو هم نيوکې وکړې او وې ويل، چې د پروستات عمليات ډېر عادي عمليات دي، چې ان اوس په عملياتو کې هم نه حسابول کېږي او ډاکټران د ورځې تر پنځوس پورې هم دا ډول عمليات ترسره کوي.

ځينو مخالفينو خو يې تر دې پورې ليکلي دي، چې ولسمشر بهر کې په درملنه ويرېږي او له همدې امله يې په کور دننه دا عمليات ترسره کړل، خو خبره دا ده چې دا دومره لوى کار نه دى، چې په ټولنيزو رسنيو کې يې په اړه ليکنې وشي او ولسمشر پرې وستايل شي.

دا هم ولولئ

د روژې مياشت

هغه هېوادونه چې نن پکې روژه نشته

د روژې مياشت پرون د سعودي عربستان او افغانستان په ګډون د نړۍ په ډېرى …