کورپاڼه / هنر او کلتور / کيم کارديشيان هم په ميلياردرانو کې شامله شوه
کيم کارديشيان

کيم کارديشيان هم په ميلياردرانو کې شامله شوه

د امريکا مشهوره موډله، اداکاره، ټلويزيوني ستوري او سوداګره کيم کارديشيان هم په ميلياردرانو کې شامله شوه، چې شتمني يې له يو ميليارد څخه پورته شوې ده.

د فوربز مجلې د راپور په وېنا، د کيم کارديشيان ډېره شتمني د ټلويزيون او اعلاناتو څخه ترلاسه کړې ده، همدې راز هغه د کاروبار څخه هم ډېرې پېسې ګټي.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د ٤٠ کلنې کيم کارديشيان په شتمنۍ کې د تېر کال د اکتوبر څخه تراوسه پورې ٢٠٠ ميليونه ډالر زيات شوي دي.

کيم کارديشيان په ټوله نړۍ کې ډېره مشهوره ده، هغه په ټولنيزو رسنيو کې هم ډېر تعقيبوونکي لري، چې په ټويټر کې يې ٦٩.٧ ميليونه او په انسټاګرام کې يې ٢١٣ ميليونه فالوورز دي.

د کيم کارديشيان خاوند کانيى ويسټ چې د امريکا مشهور سندرغاړى دى، هم يې د امريکا په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې د نوماندېدو اعلان کړى و، خو په وروستيو کې هغه بيا نوماند نه شو.

دا هم ولولئ

ابیشک بچن: یو وخت مې د فلمي صنعت د پرېښودو پرېکړه کړې وه

د هند فلمونو مشهور اداکار یا هنرمند ابیشک بچن اوسمهال په بالیووډ کې د غوره …