د وټساپ مالک او د فېسبوک بنسټګر مارک زوکربرګ په اړه ادعا کېږي، چې نوموړى په خپله هم هغه اپليکېشن کاروي، چې د وټساپ په مقابل کې جوړ شوى دى.
د وټساپ د لانجمنې پالېسۍ نه وروسته سګنال ډېر په چټکۍ سره پورته راغى او ډېرو خلکو ډاونلوډ کړ. خو اوس دا ادعا کېږي چې مارک زوکربرګ هم دا کاروي.
د ډيوالکر په نوم يو کس ادعا کړې ده، چې د سګنال په خپره شوې ډاټا کې د مارک زوکربرګ موبايل شمېره هم شته، چې نوموړي د هغه د سګنال اکاونټ سکرين شاټ په ټويټر کې خپور کړى دى.
In another turn of events, Mark Zuckerberg also respects his own privacy, by using a chat app that has end-to-end encryption and isn’t owned by @facebook
This is the number associated with his account from the recent facebook leak. https://t.co/AXbXrF4ZxE
— Dave Walker (@Daviey) April 4, 2021
داسې هم ويل کېږي چې ښايي مارک زوکربرګ د سګنال اپليکېشن د کتلو لپاره په دې کې خپل اکاونټ جوړ کړى وي، خو دا هم ويل کېږي، چې سګنال اپليکېشن ډېر خوندي دي، نو له دې امله يې مارک زوکربرګ کاروي.
ډيوالکر دا هم ويلي دي، چې د مارک زوکربرګ اکاونټ د اپريل له پنځمې نېټې څخه بند شوى دى. نوموړي دا هم ويلي دي چې مارک زوکربرګ په ټيليګرام کې اکاونټ نه دى جوړ کړى.
د دې معلوماتو له خپرېدو وروسته سګنال اپليکېشن هم په دې اړه پوسټ کړى دى او د مسخرې په ډول يې ليکلي دي، چې د وټساپ د نوې پالېسۍ نېټه رانږدې ده، نو له دې امله مارک زوکربرګ هم د سنګال اپليکېشن کارول پيل کړي دي.
With the May 15th WhatsApp Terms of Service acceptance deadline fast approaching, Mark leads by example:https://t.co/Mt5YksaAxL
— Signal (@signalapp) April 6, 2021