کورپاڼه / خبرونه / د پاکستان ښځينه لوبغاړې به له دې وروسته د امريکا لپاره کرکټ کوي
نېن عابدي

د پاکستان ښځينه لوبغاړې به له دې وروسته د امريکا لپاره کرکټ کوي

د پاکستان ښځينه کرکټ ملي لوبډلې پخوانۍ توپوهونکې او مرستياله لوبډلمشره نېن عابدي به له دې وروسته د امريکا کرکټ د ښځينه لوبډلې لپاره ولوبېږي.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، نېن عابدي امريکا ته تللې ده او د پاکستان لوبډلې څخه وروسته به اوس د امريکا د لوبډلې لپاره هم لوبېږي.

نوموړې لومړنۍ پاکستانۍ ښځينه کرکټره ده، چې د امريکا هېواد لپاره به کرکټ ترسره کړي.

نېن عابدي د پاکستان ښځينه کرکټ ملي لوبډلې لپاره ٨٧ نړيوالې يو ورځنۍ او ٦٨ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي، چې په يو ورځنيو لوبو کې يې ١٦٢٥ او شل اوريزو لوبو کې يې ٩٧٢ منډې ترلاسه کړې دي.

نېن عابدي وايي، چې هغې سره د امريکا کرکټ لوبډلې اړيکې نيولې او د امريکا لپاره د لوبېدو غوښتنه يې ترې کړې وه، چې د پاکستان کرکټ بورډ په اجازه به اوس د امريکا لپاره لوبېږي.

د امريکا د ښځينه لوبډلې تمريناتي کمپ د اپريل په ١٥مه نېټه په ډيلاس کې پيلېږي، چې د اى سي سي د ښځو نړيوال جام لپاره کواليفاير لوبو ته به ځان چمتو کوي او نېن عابدي به هم په دغه تمريناتي کمپ کې برخه واخلي.

Loading...

دا هم ولولئ

شيکر دهون

شيکر دهون د ډيلي لوبډله په لومړۍ لوبه کې بريالۍ کړه

د ډيلي کاپيټلز له خوا شيکر دهون په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او په …