کورپاڼه / تجارتي ليګونه / کريس ګيل د کرنټين ختمېدو خوشحالي په نڅا ولمانځله + ويډيو
کريس ګيل

کريس ګيل د کرنټين ختمېدو خوشحالي په نڅا ولمانځله + ويډيو

د ويسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې چټک توپوهونکى کريس ګيل چې اوس مهال د اى پي ايل سياليو لپاره په هند کې دى، د کرنټين وخت ختمېدل يې په نڅا ولمانځل.

کريس ګيل نه يوازې دا چې د کرکټ په نړۍ کې يو چټک او مخکښ توپوهونکى دى، بلکې نوموړى يو ډېر کوميډي کريکټر هم لري او د کرکټ په نړۍ کې يو انټرټېنر لوبغاړى هم يادول کېږي.

نوموړى د پنجاب کنګز لوبډلې لپاره لوبېږي، چې هند ته له تګ وروسته د کورونا د مخنيوي په پار کرنټين شوى و، خو اوس يې کرنټين پاى ته رسېدلى دى.

پنجاب کنګز لوبډلې د کريس ګيل يوه ويډيو په ټولنيزو رسنيو کې خپره کړې ده، چې هغه پکې نڅېږي. له دې ويډيو سره ليکل شوي دي، چې کرنټين ختم شو او ستاسې د خوښې لوبغاړى کريس ګيل بهر راووت.


د يادولو وړ ده چې کريس ګيل تېر کال د کنګز اليون پنجاب (اوس پنجاب کنګز) لوبډلې په بولۍ کې اخيستى و، چې سږکال يې هم له ځان سره ساتلى دى.

تېر کال کريس ګيل په لومړنيو ځينو لوبو کې نه و لوبېدلى او يادې لوبډلې هغه لوبې بايللې وې، وروسته چې کريس ګيل په کومو لوبو کې ولوبېده، په هغې کې ډېرې لوبې کنګز اليون پنجاب وګټلې.

دا هم ولولئ

ويراټ کوهلي

ويراټ کوهلي د کرکټ له قانون سرغړونه وکړه، څه به ورسره وشي؟

د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلمشر ويراټ کوهلي تېره ورځ په لوبه کې د اوټ کېدو …