کورپاڼه / د لوبو راپورونه / پاکستان د سويلي افريقا لوبډلې ته ٣٢١ منډې هدف وټاکه
فخر زمان

پاکستان د سويلي افريقا لوبډلې ته ٣٢١ منډې هدف وټاکه

د پاکستان لپاره يو ځل بيا فخر زمان په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه همدا راز بابر اعظم هم ښه توپوهنه وکړه او د سويلي افريقا لوبډلې ته يې د ٣٢١ منډو هدف وټاکه.

د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو په دريمه يا وروستۍ لوبه کې سويلي افريقا پچه وګټله او پاکستان ته يې لومړى د توپوهنې بلنه ورکړه.

پاکستان په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ٣٢٠ منډې وکړې، چې له ډلې يې فخر زمان ١٠١، بابر اعظم ٩٤، امام الحق ٥٧ او حسن علي ٣٢ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د سويلي افريقا له خوا کيشو مهاراج ٣، ايدين مارکرن ٢، انډيلي پهيلکواوو او جى جى سموتس ١-١ ويکټ واخيستې.

تر لنډې دمې وروسته به سويلي افريقا د ٣٢١ منډو هدف په تعقيب کې توپوهنه پيل کړي.

د يادولو وړ ده چې د دې لړۍ لومړۍ لوبه کې پاکستان او دويمه لوبه کې سويلي افريقا بريا خپله کړې وه، چې د دريمې لوبې له بريا سره به ياده لوبډله لوبلړۍ هم په خپل نوم کړي.

دا هم ولولئ

کريس موريس

کريس موريس په شپږيزه د راجستان رايلز لوبډله بريالۍ کړه

د راجستان رايلز لوبډله چې د ټاکلي هدف پر وړاندې ډېره کمزورې روانه وه، خو …