کورپاڼه / روغتيا / د ورېژو د اوبو حیرانوونکې روغتیایي ګټې

د ورېژو د اوبو حیرانوونکې روغتیایي ګټې

ورېژې یو له هغه خوړو څخه دي چې د هر عمر لرونکي کسان یې یو ډول خوښوي او تقریباً هر ورځ پرې دسترخوان ښکلی کوي، خو د ورېژو له خپلو دمخه هغه اوبه چې ورېژې ورپکې لمدې شوي وي حیرانوونکې ګټې لري.

د پوستکي او د ښکلا اړوند کارپوهان چې د ورېژو اوبه د ښکلا د ډېرولو لپاره یو اړین جز ګڼل کېږي، چې په استعمال سره یې د پوستکي او ویښتانو پر روغتیا ډېرې زیاتې مثبتې اغېزې کوي او هغه شرکتونه چې شامپو او کریمونه جوړوي هم ادعا لري چې پخپلو توکو کې د ورېژو اوبه کاروي.

د ورېژو د اوبو ګټې:

د ورېژو اوبه یو ډول طبیعي درمل ګڼل کېږي او په استعمال یې پوستکی او ویښتان نرمېږي او په جوړښت کې یې د ویټامینو نو او منرالونو شتون د پوستکي د مختلفو ناروغیو څخه مخنیوی کوي.

ځوانکې او دانې له منځه وړي:

د ګرمۍ د موسم په راتګ سره د مخ غوړ ډېرېږي او په سبب یې پر مخ دانې او داغونه رامنځته کېږي چې ډېرې بدې ښکاري او د انسان شخصیت اغېزمنوي، دغه ممکن د مخ دانې د هورمون د خرابوالي په سبب هم وي خو د ورېژې اوبه یې کموي.

د ویښتانو د ودې لپاره:

د ورېژو اوبه د شامپو په ډول هم استعمالېږي او په جوړښت کې د اوسپنې، زنک او د ویټامین بي کمپلیکس شتون د ویښتانو په وده کې اغېزمن رول لوبوي، دغه ویښتان ګڼوي، ښکلي کوي یې او نرموالی وربخښي.

د ورېژو د ترلاسه کولو لارې چارې:

د ورېژو د اوبو د ترلاسه کولو لپاره ورېژې په کوم لوښي کې واچوئ، ورېژې ووینځئ او اوبه ترې لېرې کړئ او بیا تر دریو ساعتونو پورې کېږدئ او له هغې وروسته اوبه چاڼ کړئ او له ځان سره یې وساتئ.

دا هم ولولئ

آیا تاسې تر پیشلمي پورې د ویښ کېناستو له تاوانه خبر یئ؟

د روژې په میاشت کې ډېر کسان دا عادت خپلوي ترڅو تر پیشلمي پورې ویښ …