کورپاڼه / خپلواک / ګلين ميکسويل د ذهني فشار له امله له کرکټ نه رخصت واخيست
ګلين ميکسويل

ګلين ميکسويل د ذهني فشار له امله له کرکټ نه رخصت واخيست

خپلواک وېبپاڼه (٣١ اکتوبر ٢٠١٩): د اسټراليا کرکټ ملي لوبډلې توپوهونکي ګلين ميکسويل د ذهني فشار او نفسياتي ناروغۍ له امله ناڅاپي له کرکټ لوبو څخه رخصت واخيست.

ګلين ميکسويل د سريلانکا پر وړاندې په دريمه ټېسټ لوبه کې ونه لوبېده او د هغه پر ځاى ډارسي شارټ د اسټراليا کرکټ لوبډلې د شل اوريزې لوبې په نوملړ کې شامل شو.

د ځينو رسنيو د راپورونو په وينا، ښايي چې ګلين ميکسويل د پاکستان پر وړاندې په سياليو کې هم په اسټراليايي لوبډله کې نه وي.

د ګلين ميکسويل د دغه ناڅاپي او لويې پرېکړې نه وروسته د اسټراليا لوبډلې روزونکي جسټن لينګر په خپلو خبرو کې وويل، چې ځينې وخت ډېر لوى لوى لوبغاړي هم د ذهني فشار او ناروغيو ستونزې له خلکو پټوي. هغه همدا راز زياتوي، چې د نفسياتو پوه ته يې ويلي دي چې د ګلين ميکسويل حالت وګوري، هغه به د ذهني ناروغۍ له امله له ګلين ميکسويل سره په اړيه کې وي.

د يادولو ده چې ګلين ميکسويل د سريلانکا پر وړاندې په دويمه شل اوريزه سيالۍ کې په ٢٨ توپونو باندې په زړه پورې ٦٢ منډې وکړې.

٣١ کلن ګلين ميکسويل د اسټراليا لوبډلې د توپوهنې الراونډر دى، چې په ښي لاس توپوهنه او اف بريک توپ اچونه ترسره کوي. هغه په ١١٠ يو ورځنيو سياليو کې د ٣٢.٣٢ په اوسط ٢٨٧٧ منډې کړي دي او همدا راز ٥٠ لوبغاړي يې هم سوځولي دي. په شل اوريزو سياليو کې بيا نوموړي ٦١ لوبې کړي او د ٣٥.٠٢ په اوسط سره يې ١٥٧٦ منډې ترلاسه کړي دي. نوموړي همدا راز په شل اوريزو سياليو کې ٢٦ لوبغاړي هم سوځولي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

اصغر افغان، فرهان يوسفزى او ګلبدين نايب

افغانستان کرکټ کې بې حسابه پېسې، شهرت او سفرونه دي چې هر څوک يې غواړي

په کرکټ کې او په خاص ډول د افغانستان کرکټ کې درې شيان زيات دي، …