کورپاڼه / خبرونه / مهيندر سينګ دهوني اداکارۍ ته هم مخه کړه
مهيندر سينګ دهوني

مهيندر سينګ دهوني اداکارۍ ته هم مخه کړه

د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر او چټک توپوهونکى مهيندر سينګ دهوني اوس اداکاري هم پيلوي او نوموړى به په (کپتان ٧) کې کار وکړي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، پخوانى لوبډلمشر به د (کپتان ٧) په نوم د جاسوسي لړۍ په يو وېب سريال کې اداکاري وکړي، چې دا به يې لومړى ځل وي چې نوموړى به اداکاري کوي.

په راپورونو کې دا نه دي ويل شوي چې (کپتان ٧) د مهيندر سينګ دهوني په ژوند جوړېږي او که په کرکټ، خو داسې ښکاري چې دا به کوم د جاسوسۍ لړۍ وي.

دا وېب سريال د مهيندر سينګ دهوني په خپل پروډکشن (دهوني پروډکشن) کې جوړېږي، چې دوى يې په رسمي ډول خبر هم خپور کړى دى.

په راپور کې ويل شوي دي، چې د دې لړۍ لومړۍ برخه به په ٢٠٢٢ کال کې خپره شي. اوسمهال د دې وېب سريال لپاره د داکارانو په اخيستو کار روان دى.

د يادولو وړ ده چې مهيندر سينګ دهوني تېر کال له نړيوال کرکټ څخه استعفا ورکړه، خو نوموړى اوس هم په اى پي ايل کې لوبېږي او د چيناى سوپر کنګز لوبډلې لوبډلمشر دى.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …