کورپاڼه / جالب / په امریکا کې غله کارغان پیدا شوي او په داسې ډول غلا کوي چې سړی حیرانوي

په امریکا کې غله کارغان پیدا شوي او په داسې ډول غلا کوي چې سړی حیرانوي

کارغه د خپلې چالاکۍ او مکارۍ له مخې مشهور دی، خو په د الاسکا کارغانو له پیرېدونکو څخه د شیانو په غلا کولو یو نوی مثال جوړ کړ.

د راپورونو له مخې د امریکا د الاسکا ایالت د ځینو مارکیټونو پېرېدونکو ویلي، چې له دوی څخه کارغانو په دومره چل، ول او چالاکۍ سره غلا کړې چې دوی ورته حیران پاتې دي.

د لاسکا د اینکریج د سیمې د کوسټکو د مارکیټ یو پیرېدونکې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د کور لپاره یې د ځینو نورو توکو ترڅنګ خوراکي توکي هم اخیستې ول او غوښتل یې چې د موټر دروازه خلاصه کړي، چې دا وخت کارغانو په خاموشۍ سره پرې برید ور وړو.

نوموړی وایي چې په یوازې څو ثانیو کې له سامان الاتو غوښه او نور شیان پټ کړل او کله چې یې شاته وکتل نو خپل کار یې کړی و او والوتل.

دغه شخص چې میټ نومېږي وایي چې غوښه یو څه ډېره وه، خو کارغه هم ترې کم نه و، چې په همدې سبب یې په آسانۍ غلا هم کړه. ترټولو ځانګړې خبره داده چې کارغان له چاسره کار نه لري او یوازې دې ته په تمه وي چې د پیرېدونکي پام واوړي او حمله پرې وکړي. په ټولنیزو رسنیو یوې میرمنې ویلي، داسې ښکاري لکه غلا ته چې ښه پلان برابروي.

دغه راز په ټولنیزه رسنۍ کې یوه دې ته ورته پښه هم رامنځته شوې، چې له مخې یې یو کارغه کاغ، کاغ کوي او د یو شخص توجه ځانته راوړي او بل کارغه بیا غلي شیان پټوي.

له دې پېښو معلومه شوه چې د کارغانو ځیرکتیا له هغې هم ډېره ده چې له وړاندې یې په اړه وړاندوینې شوي او که چېرته د غلا پېښې یې وګورو نو انسانان هم حیرانوي.

دا هم ولولئ

یو شخص په سخته ګرمۍ او مارانو کې په سکیټ تخته (۴۰۰۰) کیلومیتره سفر کړی

اته ویشت کلن ټام ډروري د سکیټ د لوبې سر سخت مینوال دی او اسمهال …