کورپاڼه / اسلام / داسې وخت هم راروان دی چې خلک به په ښو کارونو شرمېږي

داسې وخت هم راروان دی چې خلک به په ښو کارونو شرمېږي

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایلي، چې الله تعای هغه شخص د خپل عرش له سیوري لاندې ځای ورکوي چې په یواځیتوب کې د الله تعالی ذکر کوي او اوښکې تویوي، یو داسې وخت راروان دی چې خلک به په ښو کارونو شرمېږي او پر ګناه به ویاړ کوي، تاسې هغه وخت الله تعالی ته دعا کوئ چې په قبلېدو یې باوري یې او په دې هم باید پوه شئ چې الله تعالی د هغه شخص دعا نه قبلوي چې زړه یې له غفلت څخه ډک کوي.

حصرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایي چې د مسلمان نیت د هغه له عمل څخه غوره وي، هغه کسان چې غواړي عمر یې ډېر وي او په رزق کې یې پراخوالی راشي نو ورته پکار ده چې له والدینو سره ښه خوی وکړي او رحم پرې وکړي، د قیامت په ورځ به ماته نږدې کس هغه وي چې پر ما ډېر درود وایي.

هغه کسان چې الله تعالی به ورته د قیامت په ورځ ونه ګوري، اول هغه کسان چې د والدینو نافرماني کوي، دویم هغه کسان چې دوامداره توګه شراب څښي او دریم هغه کسان چې پر نورو احسان کوي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي په سمه مانا بخیل هغه کس دی چې زما نوم واخیستل شي او درود راباندې نه وایي او ګاونډيانو ته زیان رسول نیکي داسې ختموي لکه لمر چې واوره اوبه کوي.

خپلو عملونو ته پام وکړئ، د بنده ګانو حقوق پرځای کړئ او د الله حقوق هم پوره کړئ، ځکه چې الله تعالی هغه کسان هیڅکله نه بخښي چې پردي حقونه تر پښو لاندې کوي.

دا هم ولولئ

د روژې په مبارکه میاشت کې ځینې سنت او مستحب عملونه

روژه له ټولو عبادتونو څخه غوره عبادت دی، چې اجر او ثواب یې الله تعالی …