کورپاڼه / روغتيا / په کم عمره ماشومانو کې د عینکو د استعمال لوی لامل څرګند شو

په کم عمره ماشومانو کې د عینکو د استعمال لوی لامل څرګند شو

د انسان په ژوند د سترګو روښنایي یا نظر ډېر زیات اړین دی او د سترګو له روښنایۍ پرته ژوند بدرنګ او تیاره بریښي، نو په همدې سبب ویلی شو چې د سترګو ساتنه ډېره اړینه وي.

د سترګو په اړه په انګلستان کې د یوې ترسره شوې څېړنه له مخې ویل کېږي چې له تېرې یوې لیسزې څخه له دیارلسو څخه تر شپاړس کلنو ماشومانو کې د نظر د عینکو یا چشمو د لګولو کچه تقریباً دوه برابره ډېره شوې.

څېړونکي وایي چې له نن څخه درې کاله وړاندې د عینکو یا چشمو د لګولو کچه پنځه دیرش سلنه وه او په ۲۰۱۲ کال له دیارلسو څخه تر شپاړس کلنږ ماشومانو کې د چشمو یا عینکو لګولو کچه به شل سلنه وه.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د عینکو د لګولو لوی علت پر سترګو فشار، د نظر کمزوري او اغېزمن کېدل دي، دا چې د ماشومانو نظر څه وخت کمزوری کېږي په اړه یې معلومات نه کېږي خو والدین باید وخت ناوخت د خپلو ماشومانو سترګې معاینه کړي.

د سترګو د نظر ساتنه:

څېړونکي وایي که چېرته موبایل یا کمپیوټر استعمالوئ نو له هرو شلو دقیقو وروسته ترې مخ اړوئ او خپل مخ ته شل فوټه لېرې تر شلو ثانیو پورې وګورئ او په همدې ډول به مو پر سترګو فشار کم وي.

څېړونکي وایي چې تر دوو کلونو پورې باید ماشومانو ته موبایل ور نه کړل شي او له دوه کلنۍ وروسته هم باید په ځانګړو ختونو کې ورکړل شي، دغه راز له اوه کلنۍ تر شپاړس کلنۍ پورې یې د اړتیا پر وخت استعمال کړئ.

دا هم ولولئ

آیا تاسې تر پیشلمي پورې د ویښ کېناستو له تاوانه خبر یئ؟

د روژې په میاشت کې ډېر کسان دا عادت خپلوي ترڅو تر پیشلمي پورې ویښ …