کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د وټساپ هغه فیچر یا ځانګړتیا چې کاروونکې یې له ډېره وخته په تمه دي

د وټساپ هغه فیچر یا ځانګړتیا چې کاروونکې یې له ډېره وخته په تمه دي

وټساپ د نړۍ ترټولو مشهور د میسج یا پیغام لېږلو اپلیکیشن دی، چې له دوه میلیاردو څخه ډېر کاروونکي لري او د خپلو نوو اصولو سره یې د اختلاف سربېره بیاهم کاروونکي ډېر نه دي کم شوي.

خو د فیسبوک د ملکیت لاندې دغه اپلیکیشن یوه نیمګړتیا هم لري او هغه دا که چېرته د اندراید کاروونکي وغواړي چې ایي او ایس سیستم وکاروي، نو خپله ډیټا یا معلومات نه شي انتقالولی او همدغه ډول د ايي او ایس کاروونکو هم له ورته ستونزې سره مخ دي او له خپلو معلوماتو محرومېږي.

په همدې سبب د وټساپ ډېری کاروونکي له ډېرې مودې څخه په دې تمه ول، چې نوموړې اداره به ستونزه حل کړي او اوس داسې ښکاري چې وټساپ د خپلو کاروونکو دغه غوښتنه منلې ده.

د راپورونو له مخې ویل کېږي چې وټساپ اوسمهال په یو داسې فیچر کار کوي چې په مرسته به یې د اندراید او ایي او ایس کاروونکي خپله ډیټا یا معلومات سره انتقال کړي. که څه هم له دې وړاندې وټساپ د معلومات د بېرته لاسته راوړلو فیچر درلود، خو له یو سیستم څخه یې بل سیستم ته انتقال ناشونی و.

ویل کېږي دغه نوی فیچر چې (مایګریشن) نومېږي، اوسمهال له تجربو څخه تېرېږي او چې ډېر ژر به د کاروونکو لپاره د ګټې وړ وګرځي.

دا هم ولولئ

خړ رنګه لېوان له نن څخه زرګونه کاله دمخه څنګه له ورکېدو څخه وژغورل شول؟

خړ رنګه یا نسواري رنګ لېوان یو له هغه لویو ښکار کوونکو حیواناتو له جملې …