کورپاڼه / روغتيا / پرته له درملو د ذهني یا رواني فشار درملنه

پرته له درملو د ذهني یا رواني فشار درملنه

په داسې حال کې چې د نړۍ په کچه ذهني یا رواني ناروغان مخ په ډېرېدو دي ترڅنګ یې د درملنې په اړه هم نوې لارې چارې رامنځته کېږي، چې په دې کې ځینې طریقې پخوانۍ او ځینې یې اوس رامنځته شوي.

په همدې لړ کې د درملنې یوه طریقه د (ټیپینګ تراپۍ) هم ده، یعنې د ګوتو په ټپولو سره درملنه، په دې درملنه کې د بدن ځینې برخې د ګوتو په مرسته ټپول کېږي او په سبب یې ذهني یا رواني ناروغۍ لکه ژور خپګان، تشویش، نا آرامي او اندیښنه ورسره کمېږي.

دغه طریقه په ۱۹۷۹ کال د روغتیا د نړیوالې ادارې له لورې د درملنې په توګه ومنل شوه او اوسمهال په ټوله نړۍ کې مشهوره ده.

ویل کېږي چې ددې طریقې په مرسته د دماغو هغه برخې ته سګنل رسېږي چې ذکر شوي حالتونو کنترولوي او په همدې ډول روانۍ ناروغۍ کموي.

که چېرته درد یا تکلیف بدني وي نو درملنه یې هم په بدني ډول ترسره کېږي، خو په ځینو وختونو کې د خپګان په سبب په سر، اوږو او ملا هم درد راځي، چې په داسې حالاتو کې دغه طریقه یو څه درد کمولی شي.

په دې طریقې سره سر، وریځې، د سترګو څنګونه، د مخ هډوکی او د ورغوي غاړې ټپول کېږي او ذهني فشار کمېږي.

دا هم ولولئ

آیا تاسې تر پیشلمي پورې د ویښ کېناستو له تاوانه خبر یئ؟

د روژې په میاشت کې ډېر کسان دا عادت خپلوي ترڅو تر پیشلمي پورې ویښ …