کورپاڼه / د لوبو راپورونه / پاکستان په لوبه او لوبلړۍ کې سويلي افريقا ماته کړه
شاهين شاه اپريدى

پاکستان په لوبه او لوبلړۍ کې سويلي افريقا ماته کړه

پاکستان په دريمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې سويلي افريقا ته ماتې ورکړه او له دې سره يې د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ هم په خپل نوم کړه.

د پاکستان او سويلي افريقا ترمنځ دا لوبه په سينچورين کې ترسره شوه. د لوبې په پيل کې سويلي افريقا پچه وګټله او لومړى يې پاکستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

پاکستان په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ٣٢٠ منډې وکړې، چې له ډلې يې فخر زمان ١٠١، بابر اعظم ٩٤ او امام الحق ٥٧ منډې وکړې.

د سويلي افريقا له خوا کيشو مهاراج ٣ او ايدين مارکرم ٢ ويکټې واخيستې.

د ٣٢١ منډو هدف په تعقيب کې د سويلي افريقا لوبډلې په ٤٩.٣ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ٢٩٢ منډې وکړې، چې د ٢٨ منډو په توپير يې په لوبه کې ماتې وخوړه.

د دوى له خوا جانيمن ميلن ٧٠، کيلي ويريني ٦٢ او انډيل پهيلکواوو ٥٤ منډې وکړې.

د پاکستان له خوا شاهين شاه اپريدي او محمد نواز ٣-٣ او حارث روف ٢ لوبغاړي وسوځول.

پاکستان د دريمې نړيوالې يو ورځنۍ لوبې د بريا سره د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ کې ٢-١ سره بريا خپله کړه.

د نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ وروسته به د پاکستان او سويلي افريقا ترمنځ د نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ هم ترسره شي، چې لومړۍ لوبه يې د اپريل په ١٠مه نېټه ترسره کېږي.

دا هم ولولئ

کريس موريس

کريس موريس په شپږيزه د راجستان رايلز لوبډله بريالۍ کړه

د راجستان رايلز لوبډله چې د ټاکلي هدف پر وړاندې ډېره کمزورې روانه وه، خو …