کورپاڼه / هنر او کلتور / رام ګوپال ورما غواړي چې سشانت سنګ راجپوت فلم جوړ کړي

رام ګوپال ورما غواړي چې سشانت سنګ راجپوت فلم جوړ کړي

د هندوستان نوموتی فلم جوړونکی رام ګوپال ورما وایي چې غواړي د مرحوم سشانت سنګ راجپوت په اړه فلم جوړ کړي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د رام ګوپال ورما دغه فلم کیدای شي چې د سشانت سنګ راجپوت له مرګ وروسته د هغه د ځان وژنې او په اړه یې د څېړنو په باب وي.

یاده دې وي چې سشانت سنګ راجپوت تېر کال د جون په څوارلسمه نیټه په ممبیې کې پخپل کور کې مړ موندل شوی و.

د نوموړی مرګ په لومړیو ځان وژنه وبلل شوه خو د کورنۍ له لورې یې له بېلابېلو غوښتنو وروسته په دې قضیه کې د دوکې ترڅنګ د قتل په اړه هم څېړنې وشوې.

د عامو خلکو له فشار وروسته یې څېړنې پرځای لوړ چارواکو ته وسپارل شوې او اوسمهال یې په اړه درې ادارې څېړنې ترسره کوي.

اوسمهال فلم جوړونکې رام ګوپال ورما اراده کړې چې په اړه به یې فلم جوړوي، نوموړی وایي چې په دې قضیه کې د مخدره توکو د قاچاق او د سیاسي مداخلت وروسته د سشانت سنګ مړینه ښه فلم کیدلی شي.

رام ګوپال له یو اخبار سره په خبرو کې ویلي چې ممکن دا ښه اوسي یا بد او په دې برخه کې باید ډېر شیان انتخاب شي، نوموړی وایي چې تر کومه یې له ټولنیزو رسنیو سره اړیکه ده، نو دی نه پوهېږي چې قضیه به یې څنګه شوي وي، خو دا یې ویلي چې خلکو دغه قضیه هېره کړې.

رام ګوپال ورما د ریا چکرورتي په اړه هم وایي چې دی نه پوهېږي چې څه ورسره شوي، خو د ټولنیزو رسنیو کاروونکي یې تر نیوکو لاندې نیولي او ویلي یې دي چې ټولنیزې رسنۍ د سرکس په څېر دي، چې ډېر شور هم پورته کېږي او بېرته هر څه هېروي.

دا هم ولولئ

ابیشک بچن: یو وخت مې د فلمي صنعت د پرېښودو پرېکړه کړې وه

د هند فلمونو مشهور اداکار یا هنرمند ابیشک بچن اوسمهال په بالیووډ کې د غوره …