کورپاڼه / بېلا بېل / تر نن ورځې پورې مو چای په غلط ډول تیاروو؛ کارپوهانو یې سمه طریقه وښوده

تر نن ورځې پورې مو چای په غلط ډول تیاروو؛ کارپوهانو یې سمه طریقه وښوده

تر نن ورځې پورې موږ ټولو په یوه پیاله یا لوښې کې د ګرمو اوبو له اچولو وروسته ور پکې چای، بوره او شېدې اچوو او خوروو یې، خو د حیرانۍ خبره داده چې کارپوهان دغه طریقه غلط ګڼلې.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي چې د انګلستان د لیډز پوهنتون څېړونکو د ایي این ټي یو د سافټویر شرکت په مرسته څېړنې ترسره کړې او په پایله کې یې د چایو تیارولو دودیزه طریقه غلطه ګڼلې.

څېړونکي وایي، ددې لپاره چې چای سم او ښه تیار کړو نو لومړی باید په پیاله یا لوښي کې چای واچوو، بیا شېدې ور واچوو او له هغې وروسته اوبه ور زیاتې کړو.

د څېړونکې ډلې مشر استاد ایلن میکي وایې چې: (لکه څنګه چې په اوبو کې منرالونه وي، نو د خوند په مرکبونو داسې اغېزې کوي چې بدلوي یې، نو که چېرته شېدې مخکې ور واچوو نو خوند به یې ډېر ښه وي).

یاده دې وي چې چای د کافینو په درلودلو سره دماغ آراموي، وزن کموي، پوستکی ته ګټور تمامېږي او پر مجموعي روغتیا مثبتې اغېزې کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

سياستوال ١

په ټاکنو کې د خلکو پام رااړولو لپاره د سياستوال جالب کار

په هر هېواد کې چې کله ټاکنې وي، نو نوماندان د خپل ځان د مشهورو …