د افغانستان ورو توپ اچونکى ضيا الرحمان اکبر په انګلستان کې يوې د کرکټ کلب لوبډلې (ليتم) اخيستى دى، چې په روان کال کې به د هغوى لپاره ولوبېږي.
د ليتم کرکټ کلب چې د انګلستان سره راجستر دى، د کلب ليول سياليو کې لوبېږي، چې د ٢٠٢١ کال کې به ورسره ضيا الرحمان اکبر هم ولوبېږي.
يادې لوبډلې د ضيا الرحمان اکبر په اړه پوسټ کړى دى او د هغه د اخيستو په اړه يې معلومات خپاره کړي دي. دوى ليکلي دي چې ضيا الرحمان اکبر به د ٢٠٢١ کال د ليور پور ليګ سياليو کې ولوبېږي.
ضيا الرحمان اکبر هم په دې اړه په خپل ټويټر کې يو ټويټ کړى دى او په دې يې خوشحالي څرګنده کړې ده. هغه ليکلي دي، چې په انګلستان کې د لوبېدو سره به ډېره تجربه ترلاسه کړي.
I would love to play this season for @Lytham_CC UK, that will be great experience to play in English condition can’t wait to see you all 🙏 @cricketagency https://t.co/l6dJKkN36M
— Zia Ur Rehman Akbar 🇦🇫 (@Zia22Akbar) April 7, 2021
د يادولو وړ ده چې ضيا الرحمان اکبر په فرسټ کلاس سياليو کې چټکې ١٠٠ ويکټې ترلاسه کړې وې، هغه په شپږيزه کرکټ ليګ کې هم ډېر ځلېدلى دى او د افغانستان ١٩ کلنې کم عمره لوبډلې لپاره هم لوبېدلى دى، خو نوموړي ته تراوسه پورې په ملي لوبډله کې د لوبېدو چانس نه دى ورکړل شوى.
ضيا الرحمان اکبر په فرسټ کلاس لوبو کې ١٣٦، په ليسټ اې لوبو کې ٤٨ او په شل اوريزو لوبو کې يې ١٨ ويکټې ترلاسه کړې دي.