کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / څېړنه: زړښت په دوامداره توګه نه بلکې په دریو مرحلو کې وي

څېړنه: زړښت په دوامداره توګه نه بلکې په دریو مرحلو کې وي

د یوې نوې څېړنې له مخې چې په زړښت یې ترسره کړې، ویل کېږي چې زړښت یو دوامدار عمل یا کړنه نه وي بلکې په بیولوژیکي ډول درې دورونه لري، چې د زړښت ډېرولو والا (ګیئر) هم ورته ویل کېږي.

په ۲۰۱۹ کال د یوې اوږدې څېړنې له مخې چې د وینې ۴۰۰۰ مختلف ټیسټونه یا معاینات یې ترسره کړل، ترې معلومه شوه چې د بیولوژیکي زړښت څرګندتیا په ۳۴، ۶۰ او ۷۸ کلنۍ کې په ناڅاپي ډول نوی شکل غوره کوي او په همدې ډول د زړښت رفتار په ټول ژوند کې یو ډول نه وي بلکې تېزي او بدلون هم ور پکې راځي.

په څېړنه کې د زړښت بدني اغېزو، د بدن د غړو اغېرمن کېدل او د الزایمر یا د زړه پر ناروغیو د پوهېدو او په درملنه کې یې مرسته هم ترلاسه کړې او په دې څېړنه کې یې د (پروټیومکس) څخه ګټه اخیستې او په وینه کې یې د پروټینو مقدار او معیار کتلی دی.

له څېړنې معلومه شوه چې په وینه د مختلفو پروټینو کچه د بیولوژیکي زړښت په اړه ښه معلومات کولی شي او له مخې یې ویل کېږي چې زړښت درې مرحلې لري.

په دې عمل کې له اتلسو څخه تر پنځه نوي کلونو د ۴۲۶۳ کسانو د وینې پلازما اخیستلې شوې او ۳۰۰۰ مختلف ډول پروټین یې ولیدل، چې په دې ۱۳۷۹ پروټین د عمر په ډېرېدو سره بدلېدل، چې د زړښت یو ښه تصویر هم وړاندې کوي او په همدې ډول په ۳۴، ۶۰ او ۷۸ کلنې ډېر بدلونونه رامنځته کېږي.

که څه هم څېړونکي یې د سبب له ښودلو ځان نیمګړي ښیي، خو له دې څخه دا ضرور معلومېدلی شي چې د یو انسان د بدن ځینې غړي ولې د نورو په پرتله ژر زړېږي؟ دغه راز له څېړنې دا هم معلومه شوه چې په ښځو او سړیو کې د زړښت رفتار یو ډول نه وي.

دا هم ولولئ

یوه داسې انقلابي ډیجیټل آله جوړه شوې چې تقریباً هر شی اندازه کولی شي

هغه کسان چې د سیول انجینرۍ او نورو ډیزاینونو د اندازه کولو لپاره له مختلفو …