کورپاڼه / تجارتي ليګونه / په تمريناتي لوبه کې محمد نبي ٤٨ منډې او مجيب الرحمان ٤ ويکټې واخيستې
محمد نبي او مجيب الرحمان

په تمريناتي لوبه کې محمد نبي ٤٨ منډې او مجيب الرحمان ٤ ويکټې واخيستې

د اى پي ايل راتلونکي پړاو سياليو ته يوازې يوه ورځ پاتې ده، چې سبا به په هند کې پيل شي، تر دغه سياليو پيلېدو مخکې لوبډلو په خپل منځ کې تمريناتي لوبې هم ترسره کړې دي.

تېره ورځ د سنرايزرز حېدراباد لوبډلو په خپل منځ کې يوه تمريناتي لوبه ترسره کړې ده، چې افغان لوبغاړي محمد نبي او مجيب الرحمان پکې ښه ځلېدلي دي.

په دغه لوبه کې محمد نبي ٤٨ منډې کړې دي او مجيب الرحمان بيا ٤ لوبغاړي سوځولي دي.

د يوې لوبډلې لوبډلمشر منيش پانډى و او د بلې لوبډلې لوبډشمر جوني بيريسټو و، چې د منيش پانډى لوبډلې په دغه لوبه کې بريا خپله کړې ده.

د منيش پانډى لوبډلې له خوا ويجى شنکر ٩٥ ناسوځېدلې او وريديمان ساها ٣٢ منډې کړې وې او د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ټولې ١٦٩ منډې شوې وې، چې سدهارت کول ٢ او محمد نبي ١ ويکټ اخيستې وه.

د جوني بيريسټو لوبډلې بيا ١٣٨ منډې وکړې، چې محمد نبي ٤٨ او جوني بيريسټو ٣٩ منډې وکړې، مجيب الرحمان د ١٧ منډو په بدل کې ٤ او باسيل تامپي د ٢٤ منډو په بدل کې ٣ لوبغاړي وسوځول.

Loading...

دا هم ولولئ

مهيندر سينګ دهوني

دهوني په لومړۍ لوبه کې ١٢ لکه روپۍ جريمه شو

د چيناى سوپر کنګز لوبډلې لوبډلمشر مهيندر سينګ دهوني په خپله لومړۍ لوبه کې د …