د بالیووډ د فلمونو ځوان اداکار یا هنرمند او موډل ثاقب خان د فلمي نړۍ د پرېښودو او د دین په لار د تګ اعلان کړی دی.
د ټایمز اف انډیا د راپور له مخې ویل کېږي چې ثاقب خان پر ټولنیزه رسنۍ انستاګرام د یو تصویر په خپرولو سره اعلان وکړ چې فلمي نړۍ یې پرېښوده او د دین لار یې ونیوه.
View this post on Instagram
نوموړی په دې اړه یوه اوږده لیکنه خپره کړې او لیکلي یې دي چې نن یې یې دغه لیکنه د فلمي نړۍ د پرېښودو اړوند ده او په له وروسته راتلوونکې کې اداکاري او موډلینګ نه کوي.
ثاقب خان وایي چې دا وخت د فلمي نړۍ اړوند ډېر کارونه ورته پیدا شوي او غوشتنه یئ شوي، خو د الله تعالی خوښه نه ده او زما لپاره یې یو غوره انتخاب کړی دی.
یاده دې چې تېر کال د بالیووډ مشهورې اداکارې ثنا خان او زایره وسیم هم له فلمي نړۍ سره مخه ښه کړې وه او ثنا خان د فلمي نړۍ له پرېښودو یوه میاشت وروسته له یو مفتي سره واده هم وکړ.