کورپاڼه / خبرونه / اى سي سي سوپر ليګ جدول: پاکستان دويم او افغانستان پنځم شو
اصغر افغان او فخر زمان

اى سي سي سوپر ليګ جدول: پاکستان دويم او افغانستان پنځم شو

پاکستان په دريمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې سويلي افريقا ته د ماتې په ورکولو سره د اى سي سي سوپر ليګ په جدول کې دويم مقام ته ورسېد، چې افغانستان پنځم مقام ته ښکته شو.

د اى سي سي سوپر ليګ سيالۍ د ٢٠٢٣ نړيوال جام ته د لارموندنې لپاره ترسره کېږي، چې په دې لړ کې انګلستان تراوسه پورې تر ټولو زياتې ٩ لوبې ترسره کړې دي او د ٤٠ نومرو په ترلاسه کولو سره په لومړي مقام کې ده.

له انګلستان وروسته پاکستان او اسټراليا هم ٤-٤ لوبې ګټلې دي، چې ٤٠-٤٠ نومرې لري او په دويم او دريم مقام کې قرار لري، د انګلستان نېټ رن رېټ تر ټولو زيات دى، نو ځکه لومړى مقام لري.

له هغه وروسته بيا نيوزيلېنډ، افغانستان، بنګله دېش او ويسټ انډيز ٣-٣ لوبې ګټلې دي، چې ٣٠-٣٠ نومرې لري او په څلورم، پنځم، شپږم او اووم مقام کې قرار لري. د پاکستان تر لوبو مخکې افغانستان بيا په څلورم مقام کې و.

اى سي سي سوپر ليګ جدول

هند هم بيا په ٦ لوبو کې ٣ لوبې ګټلې دي، خو نومرې يې ٢٩ دي او په اتم مقام کې قرار لري، زمبابوې په ٣ لوبو کې ١ او ايرلېنډ په ٦ لوبو کې ١ لوبه ګټلې ده، چې ١٠-١٠ نومرې لري.

سويلي افريقا هم په ٣ لوبو کې يوه بريا خپله کړې ده خو ٩ نومرې لري، سريلانکا بيا په ٣ لوبو کې هېڅ لوبه نه ده ګټلې او ٢ منفي نومرې لري، نيدرلېنډز بيا تراوسه پورې کومه لوبه نه ده ترسره کړې.

دا هم ولولئ

د انګلستان کاونټي لوبه

د ټېکنالوژۍ په مرسته د ويکټ ساتونکي بې ايماني معلومه شوه

د انګلستان د کاونټي چېمپينشپ سياليو پر مهال د ويکټ ساتونکي هغه بې ايماني د …