کورپاڼه / روغتيا / څېړنه: د زړه په ناروغیو د اخته کسانو پر شکر د اخته کېدو امکانات درې برابر ډېر وي

څېړنه: د زړه په ناروغیو د اخته کسانو پر شکر د اخته کېدو امکانات درې برابر ډېر وي

د یوې نوې څېړنې له مخې روغتیایي کارپوهانو ویلي چې د عامو خلکو په پرتله د زړه د ناروغانو په شکر د اخته کېدو امکانات درې برابره ډېر وي.

په دې څېړنه کې ویل شوي چې له دیرش سلنو څخه په ډېرو هغه کسانو کې د شکر ناروغۍ شتون درلود چې د زړه په ناروغۍ اخته ول، نو له دې څخه معلومه شوه چې په عامو خلکو کې تقریباً نهه سلنه خلک د شکر په ناروغۍ اخته دي.

ویل کېږي چې په څېړنه کې یې په ډېره اندازه جغرافیایي توپیرونه هم وموندل، یعنې په خلیجي هیوادونه کې اوه سلنه د زړه ناروغان په شکر اخته ول او په اروپا کې بیا شل سلنه داسې خلک ول چې د زړه ترڅنګ د شکر ناروغي یې هم لرله.

د څېړنې لیکوال ډاکتر ایمانویل ویډال پیټوت وایي چې ورزش نه کول او چاغښت هغه عناصر دي چې د زړه او شکر د ناروغۍ لپاره خطر ګڼل کېږي او له څېړنې ثابته شوه چې په خوراک کې له اعتدال او په بدني توګه متحرک اوسیدنه اړینه وي.

نوموړی وایي هغه هیوادونه چې د شکر د ناروغۍ د اغېزو لاندې وي، هلته چاغښت یوه مهمه مسئله ده او ترڅنګ یې د ژوند طرز، طریقه، لږ بدني فعالیتونه او د چرګ غوښه خوړ دي.

دا هم ولولئ

مستې د وینې فشار ته د ګټې رسولو ترڅنګ نورې حیرانوونکې ګټې هم لري

ښې بکتریاوې یعنې د انسان د روغتیا لپاره له اړینو او مثبتو بکتریاوو څخه ډکې …