کورپاڼه / هنر او کلتور / امريکا مشهوره پاکستانۍ اداکاره د لېونو په روغتون کې داخله کړې، وايي لېونۍ ده
ميرا

امريکا مشهوره پاکستانۍ اداکاره د لېونو په روغتون کې داخله کړې، وايي لېونۍ ده

د پاکستاني فلمونو مشهوره اداکاره ميرا په امريکا کې لېونۍ بلل شوې ده او له همدې امله د لېونو په روغتون کې داخله شوې ده چې درملنه يې وشي.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، پاکستانۍ اداکاره ميرا چې اوسمهال په امريکا کې ده، له نويو ستونزو سره مخ شوې ده. په راپور کې ويل شوي دي چې ميرا د کورونا ضد واکسين وروسته سخته تبه احساس کړې وه، چې د همدې په خاطر روغتون ته تللې وه او هلته يې هڅه کوله چې د خپل شهرت څخه ګټه ترلاسه کړي.

ميرا ډاکټر ته ويلي و، چې هغه د پاکستان يوه مشهوره اداکاره ده، خو ډاکټر ورته ويلي و، چې که ته هر څه يې، خو دلته هر د اصولو سره سم کېږي، ميرا بيا بيا خپلې خبرې تکرارولې، چې ډاکټر د لېونو روغتون کسان ورته رابللي و.

د پاکستاني رسنيو سره په خبرو کې د ميرا مور هم ويلي دي، چې د اپريل په پنځمه نېټه يې له لور سره خبرې شوې وې او هغې ورته ويلي دي چې دلته ډاکټرانو په زور د لېونو په روغتون کې داخله کړې ده.

هغه وايي، لور مې ډېرې چيغې وهلي دي چې هغه لېونۍ نه ده، خو ډاکټرانو ورته ويلي دي، چې لومړى به ستا ټېسټونه کېږي او له هغه وروسته به دوى پرېکړه کوي.

د ميرا مور وايي، چې له هغه وروسته يې لور سره هېڅ اړيکه نه ده نيول شوې، ځکه چې شمېره يې بنده راځي. نوموړې د پاکستان لومړي وزير عمران خان نه غوښتنه کړې ده، چې د هغې د لور پوښتنه دې وکړي.

دا هم ولولئ

میا خلیفه له خپل کیریر څخه لس برابره زیاتې روپۍ خیره بنسټونو ته ورکړي

د غیر اخلاقي فلمونو پخوانۍ اداکارې میا خلیفه په یوې مرکه کې ددې خبرې په …