کورپاڼه / روغتيا / د غوږ د داخلي برخې د انتاني کېدو تشخیص به څنګه کوو؟

د غوږ د داخلي برخې د انتاني کېدو تشخیص به څنګه کوو؟

د غوږ د داخلي برخو انتاني کېدل یا سوخت ډېر وخت د وایروس یا بکټریا په سبب رامنځته کېږي، د سیدتي مجلې د خپرې څېړنې له مخې ویل کېږي چې د غوږ د داخلي برخې د انتاني کېدو په نښو، نښانو کې په اورېدنه کموالی، د غوږ درد، سر ګرځېدل، زړه بدوالی او په توازن کې د ستونزې رامنځته کېدل شامل دي.

د غوږ د داخلي برخې د انتاني کېدو سببونه:

د غوږ، پوزې او ستوني متخصصه ډاکتره سمیه الطوالبه وایي چې د غوږ د داخلي د انتاني کېدو سببونه دا کیدلی شي:

په سر کې بکتریاوي انتاني او له هغې وروسته غوږ ته رسېدل، ناروغ بیا بیا ځلې زکام کېدل، په ساه اخیستلو کې ستونزې.

ډاکتر ته مراجعه کول یا معاینه کول یواځینۍ هغه لار ده چې په مرسته یې معلومېږي چې آیا د غوږ داخلي برخه مو انتاني ده او که څه بله ستونزه ده، په ځانګړي توګه کله چې تاسې د غوږ د داخلي برخې د انتاني کېدو نښې، نښانې هم ولرئ نو ډاکتر ته مراجعه وکړئ.

ډاکتر به ستاسو غوږ د یوې آلې په مرسته ګوري چې دغه آله د آټوسکوپ په نوم یادېږي او د غوږ د داخلي برخې په کتو کې راسره مرسته کوي، ددې آلې په مرستې سره لېدل چې د غوږ دننه سوروالی دی او که سوخت.

که څه هم د غوږ د داخلي برخې د انتاني په نښو کې د سر ګرځېدل هم شامل دي، خو ډاکتران ځینې نور هغه شرایط هم په نظر کې نیسي چې په سبب یې دغه نښې، نښانې رامنځته کېږي لکه په سر زخم، د زړه ناروغي، فلج، د درملو ناوړه اغېزې او دماغي ستونزې.

ډېری وخت انتان د غوږ په منځنۍ برخه کې وي:

د منځنۍ برخې انتاني کېدل ډېر وخت له نزلې سره تړلي وي او د کوم وایروس یا بکتریا په سبب وي، چې په ماشومانو کې په عام ډول وي او ددې نښې له داخلې برخې له انتاني کېدو یو څه توپیر کوي او په نښو نښانو کې یې د غوږ درد، تبه او د غوږ لوندوالی شامل دی.

دا هم ولولئ

مستې د وینې فشار ته د ګټې رسولو ترڅنګ نورې حیرانوونکې ګټې هم لري

ښې بکتریاوې یعنې د انسان د روغتیا لپاره له اړینو او مثبتو بکتریاوو څخه ډکې …