کورپاڼه / خبرونه / سعودي عربستان د هوایي موټرو لپاره پانګه اچونه کوي

سعودي عربستان د هوایي موټرو لپاره پانګه اچونه کوي

د سعودي عربستان حکومت د هغه جرمني شرکت لپاره بودیجه تصویب کړه، چې هوایي یا الوتونکې ټیکسي موټرې جوړوي.

د سعودي عربستان د خبري آژانس د راپور له مخې ویل کېږي چې د فیوچر انویسټمنټ انیشیټیو انسیتیوت په نوم یوې ادارې د لیلیم په نوم په یوه شرکت کې پانګونه کړې ده.

د لیلیم د برښنایي وسایطو جوړونکی شرکت د (ټیک آف اینډ لینډنګ) په نوم یو ډول الوتکې جوړوي چې د الوتلو او بېرته د کېناستلو لپاره برښنایي انرژي کاروي.

ویل کېږي چې دغه الوتکه د برښنا په مرسته چلېږي، چې مسافر به له یو ښار څخه بل ښار پرته له ګڼې، ګوڼې په آسانۍ سره رسوي.

دغه الوتکه د ۲۵۰ کیلومیترو په رفتار سره سفر کوي، اوه سیټونه یا څوکۍ لري او د خپل ډول له مخې لومړنۍ الوتکه ده چې پیدوار به پیل شي.

ویل کېږي چې ددې الوتکې رفتار به په ساعت ۱۷۵ کیلومیتره وي خو تر ۲۵۰ کیلومیترو پورې رسېدلی شي. د پانګې اچونې ادارې مشر وایي، چې په لیلیم کې ددې ادارې د پانګې اچونې موخه د هغه پلانونو ملاتړ کول چې پر انسانیت مثبتې اغېزې کوي.

د لیلیم الوتکې له دې وړاندې د اروپا د هوا نوردۍ د خوندیتوب د ادارې له لورې (CRI-A01) سند لري او اوسمهال د امریکا د هوایي چلند د ادارې له لورې د تصدیق د لاسته راوړلو هڅه کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

راشد خان

راشد خان: د سبانۍ لوبې لپاره پوره چمتو يو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان چې اوسمهال د هند …