کورپاڼه / جالب / د سوپر ماریو برادرز پنځه دیرش کاله پخوانی ګیم د اوو لکو ډالرو په شاوخوا کې وپلورل شو

د سوپر ماریو برادرز پنځه دیرش کاله پخوانی ګیم د اوو لکو ډالرو په شاوخوا کې وپلورل شو

ویل کېږي چې (سوپر ماریو برادرز) پنځه دیرش کاله د پخواني ګیم یا لوبې کارتریج یا بکسه اوسمهال په شپږ لکه، اویا زره ډالرو سره پلورل شوی او ممکن دې ته د ډیجیټل ویډیو ګیم یا لوبې په تاریخ کې ترټولو لوړه بیه پلورل شوی ګیم یا لوبه وویل شي.

په ډیلاس کې د لیلامۍ د شرکت د وینا له مخې ویل کېږي چې د سوپر ماریو برادرز د ګیم کارتریج (بکسه) په ۱۹۸۶ کال د کرسمس په موقع د ډالۍ په توګه پلورل شوی او په دفتر کې ایښودل شوی و.

ویل کېږي چې ددغې ګیم دانې هم نه دي پرانیستل شوي یعنې بالکل استعمال شوی هم نه دی او په لیلام کې له وړاندې شوو ګیمونو څخه په ترټولو ښه حالت کې و.

ددې ګیم لومړنی ویرژن په ۱۹۸۶ کال (ناینټینډو) رامنځته کړی، خو په ۱۹۸۷ کال یې بسته یا بکسه بدله شوه او اوسمهال د ۱۹۸۶ کال بکسو والا ګیمونه په نایابو توکو کې شمېرل کېږي.

د لیلامۍ اړوند یو کارپوه ویلري میک لیکي وایي چې دغه په ډېره لږه اندازه جوړ شوی و او اوسمهال په نایابه توګه موندل کېږي، نو ځکه خو د سوپر ماریو برادرز د ګیم دغه کارتریج یا بکسه په لوړ قیمت وپلورل شوه.

Loading...

دا هم ولولئ

یوې ښځې د نړۍ ترټولو غټ ماشوم زېږولی

یوې امریکایي میرمنې پر ټولنیزه رسنۍ ټیک ټاک د یوې ویډیو له مخې څرګنده کړې، …