کورپاڼه / هنر او کلتور / سلمان خان خپلو مینوالو ته ویلي چې یو کال نور انتظار هم وکړئ

سلمان خان خپلو مینوالو ته ویلي چې یو کال نور انتظار هم وکړئ

د بالیووډ د سلطان سلمان خان فلم (رادی) ته د هغه مینوال په ډېرې بې صبرۍ سره په تمه دي، خو امکان دې ولري چې دغه انتظار تر یو کاله پورې نور هم وغځېږي.

سلمان خان له یوې رسنۍ په خبرو کې ویلي چې دوی هڅه کوي ترڅو د اختر په ورځو کې فلم نندارې ته وړاندي کړي، خو که چېرته کرنتین دوام درلود، نو د راتلوونکی کال په اختر کې به یې خپور کړي.

نوموړی وایي چې خپلې روغتیا ته پاملرنه وکړئ، ماسک واچوئ، ټولنیز واټن وساتئ او هغه بندیرونه چې دلته پورې کړي مه یې ماتوئ، نو د کورونا زور به ختم شي، که چېرته همداسې وشول نو سږ کال به فلم نندارې ته وړاند کړي.

سلمان پخپلو خبرو کې ویلي چې د کورونا د قضیو په ډېرېدو سره نه یوازې سینما لرونکو کسانو تع تاوان رسوي، بلکې هغه کسان چې مزدوري او کار کوي هم زیانمن کېږي.

یاده دې وي چې سلمان خان په دې وروستیو کې سینما لرونکو کسانو ته په کتو د فلم د خپرېدو اعلان وکړ.

دا هم ولولئ

جهانګير خان ٢

د پښتو فلمونو اداکار طارق جمال د جهانګير خان د مړينې خبر رد کړ

د پښتو فلمونو د مشهور اداکار جهانګير خان د مړينې په اړه خبرونه خپاره شوي …