د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر او پخوانى الراونډر لوبغاړى شاهد اپريدى وايي، چې دا ډېره جالبه ده چې د نړيوالو لوبو پر ځاى د اى پي ايل لوبو ته ارزښت ورکول کېږي.
نوموړي د پاکستان او سويلي افريقا ترمنځ د لوبو په اړه په خپل يو ټويټ کې د ځينو پاکستاني لوبغاړو ستاينه کړې ده او همدا راز د سويلي افريقا په لوبغاړو يې نيوکې کړې دي.
هغه په خپل ټويټ کې ليکلي دي، چې دا ډېره جالبه ده چې د نړيوالې لوبلړۍ په منځ کې سويلي افريقايي لوبغاړو ته اجازه ورکول کېږي چې اى پي ايل ته لاړ شي.
نوموړي وويل، دا ډېره د خپګان وړ خبره ده چې د نړيوالو لوبو پر ځاى شل اوريزو تجارتي لوبو ته ارزښت ورکول کېږي، په دې اړه بايد چې بيا ځلې فکر وشي.
د يادولو وړ ده چې سويلي افريقا او پاکستان د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ ترسره کړه، چې پاکستان دا لړۍ د ٢-١ سره وګټله. له دې وروسته به دواړه لوبډلې د نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ هم ترسره کړي.