په تېرو څلور لسيزو کې په ميليونونو افغانانو د ګاونډي هېوادونو په ګډون د نړۍ ډېرى هېوادونو ته تللي او هلته يې د کډوالۍ ژوند غوره کړى دى، خو ايا تاسې ته معلومات شته چې په افغانستان کې څومره پاکستاني او ايراني کډوال مېشت دي؟
د ملګرو ملتونو د مهاجرينو عالي کمېشنرۍ په خپل يو تازه راپور کې ويلي دي، چې په افغانستان کې د ګاونډي هېوادونو پاکستان او ايران تر ٧٢ زرو څخه زيات کډوال مېشت دي او دلته ورته پناه ورکړل شوې ده.
د اوکسس ټلويزيون د يو راپور په وېنا، چې د ملګرو ملتونو د مهاجرينو عالي کميشنرۍ وياند محمد نادر فرهاد وايي، ٤٢٠ تنه چې په افغانستان کې يې د کډوالۍ ژوند غوره کړى دى، هغه بيا له دې هېوادونو پرته د نورو هېوادونو اوسېدونکي دي.
دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا ٧ ميليونونه افغانان د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې کډوال دي، چې له دې لړ څخه بيا په پاکستان او ايران کې هم ډېر افغانان د کډوالۍ ژوند تېروي.
د يادولو وړ ده چې په افغانستان کې د نوې ادارې د منځته راتګ وروسته، په ميليونونو افغانان بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي او دلته يې ژوند غوره کړى دى.