کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / یوه داسې انقلابي ډیجیټل آله جوړه شوې چې تقریباً هر شی اندازه کولی شي

یوه داسې انقلابي ډیجیټل آله جوړه شوې چې تقریباً هر شی اندازه کولی شي

هغه کسان چې د سیول انجینرۍ او نورو ډیزاینونو د اندازه کولو لپاره له مختلفو وسایلو او ترازو څخه کار اخلي، د (میزور) آله ورته یو زیری ګڼل کېږي.

ویل کېږي چې ددغې آلې په مرسته مختلف شیان اندازه کېږي او د کمپیوټر د موس یا موږک په څېر دی، یوازې یې په یوه برخه تېر را تېر کړئ او ډیجیټل میتر په مرسته یې اندازه کړئ.

خو که چېرته تاو شوي غوندې شیان اندازه کوئ، د مثال په توګه هګۍ یاهم کوم بل شی، نو د (میزور) آله یې په آسانۍ سره اندازه کولی شي، بل لوري ته په دې آله کې یو ډول لیزر هم شتون لري چې له مخې یې د یو ځای فاصله اندازه کوي، یعنې د لیزر په اچولو تر ۸۲ میترو پورې ساحه اندازه کوي او په تعمیراتي کارونو کې د استعمالېدونکي ترازو په ډول هم کار کوي.

ویل کېږي چې دغه آله (مبزور) په یو ځل چارج کېدو تر یوې میاشتې پورې کار کوي، چې تقریباً هر شی اندازه کوي او په زړه پورې یې دا چې د رسم شکل هم غوره کولی شي.

دغه آله دومره کوچنۍ ده چې په آسانۍ سره په جیب کې اچول کېږی او په په چالانولو سره ټول کوټه سکین کولی هم شي او قیمت یې ۱۲۹ ډالر دی.

دا هم ولولئ

څېړنه: زړښت په دوامداره توګه نه بلکې په دریو مرحلو کې وي

د یوې نوې څېړنې له مخې چې په زړښت یې ترسره کړې، ویل کېږي چې …