کورپاڼه / بېلا بېل / د غاښونو د برش په اړه تاریخي او په زړه پوري معلومات

د غاښونو د برش په اړه تاریخي او په زړه پوري معلومات

له میلاد څخه ۳۵۰۰ کاله دمخه به خلکو د غاښونو د پاکولو لپاره د لرګیو پوستکي ژوول، دوی هغه ونې انتخابولې چې ښه بوی به درلود، دغه راز د لرګي یو سر به یې ژولو ترڅو خوله یا غاښونه پرې پاک کړي او بل سر به یې تېره غوندې جوړاوه او په غاښونو کې نښتي توکي یا ذرې به یې پرې را ایستې.

په پځلسمه پېړۍ د لومړۍ ځل لپاره په چین کې د غاښونو برش رامنځته شو، چې د حیواناتو له هډوکو، باڼس او د خنزیر له ویښتانو څخه جوړ شوی و، چې ویښتان یې سخت ول.

په ۱۷۸۰ کال د انګلستان په ویلیم ایډیس په زندان کې یو بل د غاښونو برش رامنځته شو، چې په دې برش کې د حیواناتو هډوکي سوري شوي او د خنزیر ویښتان یې پکې لګولي ول.

په ۱۸۴۴ کال په برش کې لګېدلي ویښتان په دریو برخو سره وویشل شول، چې دغه برش مییر راین لخوا رامنځته شو.

په ۱۸۵۷ کال (ایچ، این، واډس، ورت) د غاښونو د برش جوړولو قانوني سند ترلاسه کړ او د مخکینیو برشونو غوندې د حیواناتو لت هډوکو او د خنزیر له ویښتانو جوړ شوی و.

په ۱۸۸۵ کال امریکایي شرکتونه د غاښونو د برشونو په تیارولو کار پیل کړ او په ۱۹۳۸ کال د سونډو له تارونو څخه جوړ شوی برش بازار ته وړاندې شو او د خلکو د خوښې وړ وګرځید ځکه چې دغه برش د نورو یرشونو په پرتله نرم و.

په ۱۹۳۹ د برښنا په مرسته چلېدونکی برش په نیوزیلینډ کې رامنځته شو او په ۱۹۶۰ کال په امریکا لومړنی برښنایي برش د سکویب شرکت له لورې وپلورل شو.

دا هم ولولئ

الوتکه کې د ماشوم زېږېدل

له کاناډا څخه قاهرې ته تلونکې الوتکه کې ماشوم زېږېدلى

د مصر يوه الوتکه چې له کاناډا څخه قاهرې ته روانه وه، د سفر پر …