کورپاڼه / جالب / ساینسپوهان به تر فضایي مخلوقه پورې ورسېږي؟ په زړه پورې ادعا

ساینسپوهان به تر فضایي مخلوقه پورې ورسېږي؟ په زړه پورې ادعا

امریکایي ساینسپوه میچیو کاکو ادعا کړې ده چې په روان پېړۍ کې به تر فضایي مخلوقه پورې ورسېږو، خو ترڅنګ یې دا هم ویلي چې دغه کار خطرناک هم تمامېدلی شي.

د نړیوال خبري آژانس د راپور له مخې ویل کېږي چې امریکایي فزیکپوه میچیو کاکو خبرداری ورکړی چې تر فضایي مخلوق پورې رسېدنه یو خطرناک فکر دی، خو په روانه پېړۍ کې ورته رسېدل ممکن دي.

نوموړی د خپلې ادعا له مخې ویلي چې موږ په روانو سلو کلونو کې تر فضایي مخلوقه پورې رسېدلی شو.

میچیو خبرداری ورکړی چې له فضایي مخلوق سره باید په اختیاط سره اړیکه ونیول شي، ځکه چې امکان دې ولري چې موږ دې زیان هم ورسوي او له هغوی سره د دوستانه چلند اړتیا نشته.

نوموړی زیاتوي که چېرته فضایي مخلوق تر ځمکې پورې را ورسېږي نو له ډېرو تاوانونو سره به مو مخ کړي. باید یاده کړم چې له دې وړاندې څو ځله د فضایي مخلوق د لېدلو ادعا هم شوې ده او د یو په زړه پورې راپور له مخې خو دا هم ویل شوي ول، چې د امریکا پخواني ولسمشر ورسره په اړیکه کې هم وه او په اړه یې معلومات پټ کړي.

دا هم ولولئ

د الوتکې په څېر لاسي بکس؛ له الوتکې یې قیمت لوړ دی

یو امریکایي ډیزاینر یا ډیزاین کوونکي له پوستکي څخه یو داسې لاسي بکس جوړ کړی، …