کورپاڼه / سياست او روانې چارې / پاکستانۍ الوتکې ته په کابل کې د کېناستو اجازه نه ده ورکړل شوې

پاکستانۍ الوتکې ته په کابل کې د کېناستو اجازه نه ده ورکړل شوې

د پاکستان د پارلمان رییس چې نن کابل ته په یو رسمي سفر راروان و، کابل کې يې الوتکې ته د کېناستو اجازه نه ده ورکړل شوې او بېرته ستون شوی دی.

د پاکستان د پارلمان رییس اسد قېصر د افغانستان د پارلمان رییس په بلنه کابل ته راروان و، چې دلته ورته ډېر تیاری هم نیول شوی و.

ویل کېدل چې دواړه خواوې به د پاکستان او افغانستان ترمنځ په اقتصادي اړیکو باندې خبرې وکړي.

خو ویل شوي دي چې د امنیتي ستونزو له امله يې الوتکه د کابل په حامد کرزي هوايي ډګر کې ناستې ته نه ده پرېښودل شوې او بېرته ستنه شوې ده.

د پاکستان حکومت هم دا خبر تایید کړی دی چې هغه الوتکه چې د پاکستان د پارلمان رییس او غړي پکې و، بېرته دغه هېواد ته ستنه شوې ده.

Loading...

دا هم ولولئ

د کورونا ضد واکسين

په روژه کې د کورونا ضد واکسين کولو په اړه فتوا خپره شوه

د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او ترکيې عالمانو په روژه کې د کورونا ضد …